کور / تازه خبرونه / د خیبر پښتونخوا ایالت په هنګو ولسوالۍ کې ځانمرګی برید

د خیبر پښتونخوا ایالت په هنګو ولسوالۍ کې ځانمرګی برید

نن سهار مهال د خیبر پښتونخوا له هنګو ولسوالۍ څخه نږدی څلویښت کیلومټره لرې په دوابه تهاڼه کې یو ځانمرګی برید وشو چې د یوه پولیس په شمول پنځه تنه مړه او د شپږ تنه پولیسو په شمول څوارلس تنه په کې زخمیان شول.
ځایي اوسیدونکي وایي چې د زخمیانو شمیر تر دې هم ډیر او نږدې 25 تنه دی خو دولتي کارکوونکي بیا دا شمیره کمه ښيي.
له چاودنې نه د تهاڼې ودانۍ ، د پولیسو د اوسیدو ودانۍ او ورسره جوخت مارکیټ ته زیان اوښتی دی.
د هنګو ښار یو پلو اورکزی اجنسي او بل پلو کرمه اجنسي موقیعت لري چېرته چې پاکستاني فوځ په نږدې وختونو کې د ځایی طالبانو په خلاف فوځی عملیات ترسره کړي ول.