کور / تازه خبرونه / هند د نړیوال جام منځلوبې ته بریالی شو

هند د نړیوال جام منځلوبې ته بریالی شو

 


د کرکټ د لسم نړیوال جام په ننۍ لوبه کې هند ،دفاعی چمپین اسټرالیا ته په پنځو لوبغاړو ماتې ورکړه چې په دې سره د نړیوال جام منځلوبې ته بریالی شو او اسټرالیا چې درې ځل یی سر په سر نړیوال جام ګټلی و له لوبو څخه اوټ شو.


په منځلوبه کې به پاکستان او هند د مارچ په دیرشمه نیټه مخ کیږي چې د دواړو هیوادونو سیاسی ، تعلقاتو او جغرافیایی موقیعت ته په کتو سره به د نړیوال جام تر ټولو اهمه لوبه وي.


نن لومړی منډې اسټرالیا وکړې چې هند ته یی د شپږ لوبغاړو په سوځیدو د 260 منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې یی د هند لوبډلې نوموړی هدف د پنځه لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړ.


د هند له طرفه یوراج سنګ ، ګمبیر او راینا ښه وځلیدل.