کور / تازه خبرونه / خیبر اجنسۍ کې څوارلس فوځیان مړه

خیبر اجنسۍ کې څوارلس فوځیان مړه

خیبر اجنسۍ کې څوارلس پوځیان مړه

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمه کې خیبر اجنسۍ کې پس له هغې 14پاکستاني پوځیان د خپل توپ د مرمۍ په چاودنۍ سره ووژل شول،چې وسله والو په پاکستاني پوځونو ډزې وکړې .
په وژل شوو پوځیانو کې د پوځ دوه لوړ رتبه افسران هم شامل دي.
په خیبر اجنسۍ کې یو لوړ رتبه پوځي چارواکي بي بي سي ته وویل چې دا پیښه پرون ماښام ناوخته د باړې بازار نه اته کیلومټره لرې د میر اکاخیلو په سیمه کې هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې وسله والو په پوځي چاوڼۍ د سپکو وسلو ډزې وکړې ، په ځوابي برید کې فوځیانو د توپ مرمۍ د نښې لپاره برابروله چې په خپله ورباندی وچاودیده.
ویل کیږي چې له چاودنې نه په چاوڼۍ کې ولاړ درې پوځي موټرونه هم تخریب شوي دي.
په خیبر اجنسۍ کې له تیرو څو ورځو راهیسی پاکستاني پوځیانو د وسله والو خلاف په جګړه لاس پورې کړی چې په ځواب کې یې په پوځي چاوڼیو بریدونه هم زیات شوي دي.