کور / تازه خبرونه / د پولیسو په بدل کې د طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتنه

د پولیسو په بدل کې د طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتنه

د پولیسو په بدل کې د طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتنه

د فرنټیر پوسټ د راپور له مخې طالبانو د هغو پنځوسو پولیسو په بدل کې چې تیره ورځ یی د کونړ په ولایت کې تښتولي ول د دولس طالب بندیانو د راخوشې کولو غوښتنه کړې.
دغه پولیس چې د نورستان له وانټ وایګل څخه کونړ ته په لاره ول ، د طالبانو له خوا وتښتول شول.
دنورستان او کونړ لوړ رتبه چارواکي وایي چې ځایي قومي مشران له طالبانو سره په خبرو اترو بوخت دي تر څو پولیس په سلامتۍ سره بیرته خوشې شي ، د ولایتي شورا یو تن غړي نصرالله ساپی وایي چې طالبانو ورنه د پولیسو د پریښودو لپاره د خپلو هغو دولس ملګرو د راخوشې کولو شرط ټاکلی چې د دولت په زندانونو کې دي.