کور / کیسه / قاتل

قاتل

د هغه د ناروغۍ په هكله مې ډېرې خبرې اورېدلې وې. ډېر ځوان و او داسې ښكارېده چې دنګه ونه يې، د پرله پسې او ناڅاپي پيښو په لمبو كې سوزيدلى ده.
دا ځوان ټپې يې لڼده موده مخكې له ګڼ شمېر نورو ټپيانو سره يو ځاى، له يوې ليرې سيمې څخه روغتون ته راوړى و.
دې ټپي او نورو ټپيانو ډېر توپير درلود. نور به كرار پراته وو؛ خو ده ليونتوب هم كاوه. څو ځلې يې روغتون په چيغو ډك كړى و او په وار- وار يې له خپل كټ او خپلې كوټې څخه بهر ته، دهليزونو ته ټوپ كړى و.
نن هم پوره ناكراره و. ټولو ويل چې ده خپلې ټولې جامې څيرلې وې او همدا چييغې يې وهلې:
– ما ووژنۍ… زه يو قاتل يم!؟…
هغه وخت چې ډله ډاكتران د ده سرته ودرېدل، يوه ټپي بل ته وويل:
– اوس نو پوره ليونى شوى دى، څو روځې مخكې لا ښه و…
هغه بل سر وخوځاوه او ځواب يې وركړ:
– هو… دى په ډېره ځوانۍ كې ليونى شو…
د څانګې مشر پوښتنه وكړه:
-… نو تاسو ځان د ده په تداوي كې نا كام بولي؟
د څانګې سپين سري ډاكتر ځواب وركړ:
– موږه ډېره هڅه وكړه؛ خو د ده رنځ ډېر زيات دى. دى موږ ته هېڅ نه وايي… يا پټه خوله پروت وي او يا په واز كومې په دهليزونو كې چيغې وهي او همدا وايي چې:
– زه يو قاتل يم … ما ووژنئ…
او زيا ته يې كړه:
– موږ دلته په روغتون كې د ده په شان ډېر ناروغان لرو، ټول ټپيان دي؛ خو دى…
د څانګې مشر ما ته چې د ده څنګ ته ولاړ وم مخ راواړوه. ما د سر په خوځولو د مشر ډاكتر خبرې تاييد كړې او زياته مې كړه:
– داسې ښكاري چې ناروغ د درد په زورورو پنجو كې ايساردى. دا ټپونه يې رغيږي؛ خو دى داسې پټ دردونه لري چې موږ يې اندازه نه شو لګولاى. فكر كوم چې زموږ هڅې به بريالۍ نه شي…
نور نو زما حوصله پاى ته ورسېده. د څانګې له مشر نه مې رخصت واخيست او له كوټى څخه ووتم .
بهر زما په سترګو كې د يوه ځوان ټپې څيره انځورېده چې د سر ببر ويښتان يې لور په لور شيندل شوي، سترګې يې د وينو د جامونو په څير سرې دي، په سپيرو شونډو يې وينې وچې شوې، پرله پسې ژاړي او چيغې وهي:
– زه يو قاتل يم … ما ووژنئ… زه يو قاتل يم…
***
كله چې بيا د روغتون د پنځم پوړ لومړى كوټې ته ننوتم، كتل مې چې كوټه بيا په ناروغانو او ډاكترانو ډكه ده. ځوان ټپي د يوې لويې ډلې په مينځ كې په ګونډو ناست دى او په لپو- لپو ژاړي. داسې ښكارېده چې نور نو په ډېرو چيغو ستومانه شوى دى او پرله پسې يې دا جملي تكرارولې:
– ما و … و… ژنئ… زه… يو قاتل …يم م م…
كله مو چې په بستره وغځاوه او گڼه ګوڼه كمه شوه زه ورنژدې شوم.
ناروغ پوښتنه وكړه:
– ته څوك يې؟
ما په خوشالۍ ځواب وركړ:
– زه ستا نوى معالج ډاكتر يم اوستا د مرستې له پاره راغلى يم.
ده ورو وويل :
– مرسته !؟…
ما ژر ځواب وكړ:
– هو… هو مرسته.
ده خپلې سترګې پټې كړې او ورو يې وويل:
– زه مرګ ته اړ يم! دا مرسته راسره كولى شي؟
او په داسې حال كې چې مخ يې بل لورته ګرزاوه وويل:
– زه … يو… قاتل …يم …م م . ما … ووژنه…دا… تر…ټولو …ستره …مر…مرسته …ده …
***
د سپين ږيري ټپي خبرې كيسو ته ورته وي. يوازې په غوږونو نه ننوتې، ان د زړه مراندې يې خوځولې او د ماغزو په سلول- سلول ننوتې ؛ ځكه نو ښه ورته ځيرشوم او غوږونه مې ورته څك كړل:
( ښكلى كلى په شنو ونو پوښلى و او پراخه ورشوګانې يې مخې ته غوړيدلې وې. موږ به هر سهار د اوبو د مستو څپو په شنهار كې، د كار په لور خوځيدو او په خوښيو كې به مو مستې- مستې نجونې او ځوانان اوښتل را اوښتل.
خو ناڅاپه په خانيو سره ورانه شوه. خانانو يو بل ته سترګې برګې او بريتونه تاو كړل. دوى خپلې ډلې سمبال كړې او نا څاپه په كلي تندر پريووت.
په كلي ناپايه ناروغي خوره شوه. كلى په دوو ډلو وويشل شو. په يوه كور كې كورګى جوړ شول. شنه كښتونه وسول او په سلګونه ورخونه په سنګرونو بدل شول.
ورور د ورور دښمن شو او هره خوا د سرو لمبو تخمونه وكرل شول. ورو- ورو په كلي د ننه تور پوړنى او تر كلي بهر د سرو جنډو كروندې ډېرېدې).
سپين ږيري ټپي موږ ته ځير شو او خپلو خبرو ته يې دوام وركړ:
– ( د مرګ او ژوند په دغه لوبه كې ډيرې څېرې زما تر سترګو- سترګو كيږي. د ډېرو كسانو انځور زما په ذهن كې رڼا كيږي او تتيږي. ځينې ښه روښانه ښكاري او ځينې د بريښنا د يوه پړك په څېر بليږي او بيا وركيږي…
په دغه څېرو كې زما د خواږه ملګري، د كلي د ځوان ښوونكي مراد څيره ډېره هسكه ځليږي اوهېڅ به مې هېره نه شي… ما د هغه د ژوند داسې شيبې ولېدې چې هيچا ان ده په خپله هم نه دى ليدلى. لنډې؛ خو عجيبې شيبې!؟ نه هيرېدونكې او له ما سره تل پاييدونكې شيبې …
لكه چې په كلي او شنو ورشوګانو باندې د اور باران راپريوتلى و او په هر لورى سرې لمبې وې او سيمه په ډزو او لوګيو ډكه وه … د ځنګل ونې پرله پسې راتوييدې او د زلمو دنګې ونې ماتيدې… په نريو- نريو لارو باندې خلك لالهانده بهيدل او له نړيدلو ودانيو څخه دوړې او خاورې پورته كېدې…
ماښام مهال و؛ خو سترګو لا څار كولاى شواى. مخامخ لمر لويدو د اسمان په لمنو باندې اور بل كړى و او دلته د اور خورى- ورې لمبې د ماښامني باد له څپو سره لور په لور خوځيدې .
له ليرې نه خورې -ورې ډزې اورېدل كېدې. د كلي ساه په ټپه درېدلې وه او لمنې يې په وينو سرې شوې وي…
زه لږ وخوځېدم او ځان مې تګ ته چمتو كړ. په ستونزو پاڅيدم او كوږ كيڼ روان شوم. هره خوا ځوانې لښتې پرتې وې او سپږمې مې لوګيو تريوولې. كمزوى زګيروى مې تر غوږه شو:
– ا …ا…اخ…
ناڅاپه مې ځوان ښوونكې مراد وليد چې لويږي او پاڅيږي او تروره- تروره ځغلي.
لكه چې په دې مخامخ دوړو كې د ده كور و. ما هلته څه شي نه ليدل. شنې لوخړې پورته كېدې او د اور يوې نيمې سرې لمبې به هغه ځاى لږ روښانه كړ.
داسې ښكارېده چې ده خپل كور ته دانګل اوغوڅې- غوڅې نارې يې وهلې.
– نوا…به …اجم… مله …
نور نو په ما كې هم د تګ وس نه و پاتې. ودرېدم او د ده په ننداره بوخت شوم.
دى د خاورو يوه څلي ته وخوت. په بېړه – بېړه يې شا او خوا وكتل او په منګولو يې په خاورو برېد وكړ.
لكه چې ده خپل كور پېژندلى و. ما هېڅ مرسته نه شواى كولاى، د درېدلو وس مې نه درلود، د اور لمبو زما سيورى دومره اوږد كړى و چې كله – كله به زما سيورى ان د مراد تر پښو پورى رسېده.
ده لا هم چيغې وهلې:
– اجمله… اجمله زويه … نو … نوابه زويه.
تر پښو لاندې يې د خاورو له كوټې څخه لا هم دوړې پورته كېدى او ده همغسې په منګولو خاورې بېرته كولې.
زه لا هم د ده په ننداره بوخت وم. ځان را نه هير شوى او جامې مې ورو – ورو په وينو سرې كېدې. ډډه مې سوزيده او له خوځيدو پاتې كېدم.
ما ته داسې وبرېښېده چې په سلګونو تنو د خاورو په غونډيو ګونډې وهلې او په خاورو خپړې لګوي.
غوږونه مې په دې چيغو ډك شوي وو.
– مرسته !!…
خو په دې چيغو كې دا لنډې چيغې، د مراد چيغې پوره پېژندل كېدې:
– نوابه زويه… اجمله زويه…
او چې كتل مې ناڅاپه مې له ليرې يو ښځينه غږ هم تر غوږه شو.
-چېرې دي؟… ودې موندل؟ ژوندي دي؟ خو كله يې چې د مراد تشو لاسونو ته وكتل دې هم چيغې كړې:
– نوابه … اجمله …
دا هم د مراد څنګ ته كيناسته او په منګولو يې خاورې بېرته كولې.
باد د ښځې ويښته لور په لور شيندل، جامې يې سوزيدلې ښكارېدې او د اور لمبې نيغې د دې په لور الوتې.
دا وخت دا چيغې په ګډه اورېدل كيډې:
– نوابه… اجمله…
زما ډډه لا هم سوزيده او جامې مې په وينو نورې هم لمديدې. په ډېر زور څو ګامه ور وړاندې شوم. زما سيورى د اور د لمبو په رڼا كې د دوى په مخكې په خوځېدو شو.
نا څاپه مراد پاڅېده. په بېړه – بېړه يې شا او خوا وكتل او د خاورو له انبار څخه يې ټوپ كړ. څو ځلې ولويد او پاڅېد او سرګردانه يې شا اوخوا وكتل، ښځه همغسې د خاورو په شوكولو بوخته وه او په دې كار كې يې ډېره بېړه كوله.
څو شيبې لا نه وې تېرې چې مراد بېرته راغبرګ شو، لكه چې كوم بيل يې راوړى و… ښه ورته ځير شوم، بېل نه ټوپك و! زه هك اريان ولاړ وم او نه پوهېدم چې معلم په دې ټوپك څه كول غواړي؟ څوك پرې وژني؟
زه لا همغسې په سوچونو كې لاهو وم چې مراد په خپله ښځه برېد وكړ. هغه يې تر ويښتو نيوه او كش يې كړه. بيوسه ښځه پړمخې پريوته او نه پوهېده چې ولې له داسې صحنې سره مخامخ شوې ده؟
– ته نور نو د ژوند لياقت نه لرې… بې زويه مور… بې زامنو مور… بې كوره ښځه… ژوند څه كوي؟
او بې له ځنډه د ټوپك څو ډزې وشوې. ښځه د يوې كوترې په څېر څو ځلې پورته شوه او ولويده اوبېوسه پريوته .
د ټوپك ډزې په ماخستنې تياره كې ژر وركې شوې. دې ډزو د ښځې غږ چوپ كړ او نور؛ نو ما هغه ښځينه غږ وانه ورېد چې څو شيبې مخكې يې زما غوږونه ډك كړي وو.
– زما ښكلو بچيانو… نوابه … اجمله …
لږ ځنډ وروسته مراد د اور په لور ودانګل. ټوپك يې ورګزار كړ او چيغې يې كړې:
– اوس نو زه هم يو قاتل شوم…
بيا يې منډه واخيسته او د تيارې او لمبو په ځنګل كې ورك شو).
سپين ږيري ټپي بيا وويل چې ما لا هم چيغې اورېدې:
– ( زه يو قاتل يم… ما ووژني… زه يو قاتل يم … ما ووژنئ…)
***
د سپين ږيري ټپې كيسې لا دوام درلود چې ناڅاپه د څنګ په كوټه كې بيا غوغا جوړه شوه :
– زه يو قاتل يم … ما ووژنئ… زه يو قاتل يم.. ما ووژنئ…

پاى