کور / کیسه / لنډ کیسه لیکونکی

لنډ کیسه لیکونکی

اوړی و، هوا توده وه. دوه اوږده بلاکونه یو بل ته مخامخ ولاړ وه، د بلاکونو تر منځ دوه لیکې قطار موټرونه دریدلې ‎ول. د موټرو  تر څنګ خلک ولاړ وه. یو دوه نه، سلامته ډله.  نورو ته عجیبه ښکاریده، خو زمونږ کلتور وو، د خدای پاماني په وخت کې ډېر ځنډ دریدل. ټول غټ غټ سړي وو، هم په عمر هم په کار. هم په وزن هم رتبه. هر یو ځان ته ټولنه لرله، کلتوري او فرهنګي. یو زه غړی وم،  پاتې ټول مشران. سره غاړه وتو، درې – درې وارم  په مخونو يو بل ښکل کړل. ټول موټرو ته پورته شول. زه او ورور مې په مځکه پاتې شو. موټرونه وغریدل، سره بای – بای مو کړل. هغوئ لاړل، مونږ کور ته راغلو. ورور مې غوښتل د هر يو په هکله پوه شي. پوښتنې يې پیل کړې، ما ځوابولې.
ـ هغه اوږد څه کاره و؟
ـ لیکوال.
– د څه شي؟
– شعر، لنډه کیسه، هر څه.
ـ هغه فرانسوي ږیره والا څوک و؟
ـ لیکوال.
ـ د څه شي؟
ـ د طنزونو، داستانونو ……
ـ اوهغه شیک؟
ـ کوم یو؟ شیک خو ټول ول،
ـ هغه بریتونه چې یی رنګ کړي و.
ومې خندل، ځواب مې ورکړ:
ـ لیکوال دی.
ـ د څه شي؟
ـ د خلکو په لیکنو لیکني کوي، کره کوي يې!؟
ـ خپله څه نه لیکي؟
ـ نه
یو شېبه غلی شو، د میز په سر ایښې میوه دانۍ نه يې څو داني نخود او ممیز په موټي کې را پورته کړل. بیا یې وپوښتل:
ـ هغه لنډی څوک و؟
ـ هغه هم لیکوال دی.
ـ هر یو لیکوال، د څه شي؟
ـ شعر، مقاله، لنډه کیسه ……
په موټي کې پراته نخود او ممیز يي خولې ته واچول، ويې ویل:
ـ  او هغه کل څوک و؟
ـ لیکوال.
ـ نو د څه شي؟
ـ لنډو کیسو.
ـ هغه ګرد لنډی؟
ـ کوم یو یادوې؟
ـ  هغه سیاستي، وئ، هغه چې ځان يې مشر باله.
خندا راغله، ومي ویل:
ـ هغه هم لیکوال دی ډ‎ېر ښه لیکوال
ـ د څه شي؟
ـ د لنډو کیسو او …………..
زما خبر لا خلاصه نه وه چې ورور مې له خندا شين شو. ښئ لاس يي زما خواته اوږد نیولی و، پنجه يي خلاصه وه، ګوتې يي یوه له بلې بیلې وې، د لویشت علامه يې ښوده. په خندا کې یي ویل:
لنډی لنډ کیسه لیکونکی …. له خندا شين و. زما هم ورته خندا راغله. ځوان و، له هر څه یې ټوکې جوړول. زه غلی شوم، خو ده څه په زړه لرل. نه يې  پرېښودم. په خوشحاله خوله يې وویل:
– ته هم لنډ کیسه لیکونکی شه!
ما ورته وخندل، دی جدي و، وې ویل:
ـ ولي خاندې، ریښتیا وایم.
ـ کیسه لیکل ټوکې نه دي زما ګلابه.
ـ دوئ يې څنګه لیکې؟
ـ دوئ تجربه لري. همدا يې کار دی.
ـ خو تاته دې هم در زده کړي کنه.
ـ نه کیږي، استعداد غواړي.
ـ ته خو ورنه پوښتنه وکه.
ـ ما پوښتنه کړي، نه کیږي.
ورو یې وویل:
ـ غولوي دې
ما څه ونه ویل، په میز پرته مجله مې را پورته کړه، پاڼې مې واړولې. دی هم غلی شو. زړه کې مې تېر شول، لکه چې قانع شو. خوشحال وم، ما ویل ښه شو، له شره يې خلاص شوم. خو دی هسي غلی نه و، خبر يې جوړله. بیا شروع شو:
– تولکل په خدای، راځه یوه کیسه ولیکه.
څه مې ونه ویل، ځان مې د مجلې په لوستلو بوخت کړ. ورور مې پنځلس کلن دلته لوی شوی و. خبر يې سپینه کوله. د ښونځي وروستي کلونه يې و. له کیسو سره بلد و، په هالنډي. کتابونه يي ډېر لوستل، ماته به يې هم راښودل. غوښتل يې ورور لیکوال وګوري، له ټولو سره سیال، دځوانۍ نخښه. خو ما داسې جرئت نه لرو، کیدای شي رانه اخيستل شوی و، نپوهیږم. ورور مې دا وار په مينه، خو پیغور راته وویل:
– ته ګوره، دا ټول لنډیان لنډې کیسې لیکې، څه کوډې خو نه دي، څوک دې ولاکه مړ کړي، امتحان يې که.
دورور خبرې ریښتيا وې، لیکوال دوستان مې سترګو ته شول، ډيری پکې لنډیان وو، له ټولو لنډ يې د لنډو کیسو ښه لیکوال. ځان ته مې وکتل، په ونه لوړ نه وم. له پیغور مې د خلاصون هڅه وکړه، ستاسو مخته ده. څنګه ده؟