کور / کیسه / درې ملګري

درې ملګري

دماسختن لمونځ مې داليکين ژېړې رڼاته په داسې حال کې اداکړ،تابه ويل چې په کوټه کې دې ګرد چاپېره ژېړپلاستيک نښلولى دى،خوددې اليکين له رڼانه مې دومره خوند واخست باور وکړئ چې د راډ يابرق رڼاکې هغومره خوند نه وو،له لمانځه نه وروسته مې له خپلو درې تنو ملګروڅخه له يوه سره دزړه غوټه پرانيستله،هغه هم لکه زما خبروته چې تږى او وږى وه داسې په خوږه ژبه يې راسره دزړه خواله پيل کړل،زه يې ډېرزيات دځان په طرف جزب کړم،همداسې يې راته کتل يوه لحظه يې هم سترګې رانه نه اړولې اونه يې زه دې ته پرېښودلم چې له دوه نوورملګروسره هم خبرې وکړم،له ډېروخبرو وروسته،يې راته له هغوى سره دخبرو کولو اجازه راکړه،ماهم مخ بل ملګري ته را واړاوه ،خودى يوڅه ګيله من راته ښکاره شو،البته دى به په دې ګيله من وو چې ولې مې اول له ده سره خپلې غورې پيل نکړې،خير خوپه ماڼېجن حالت يې راسره دژبې په سر خبرې پيل کړې،کله به يې چې ګيله وکړه نومابه ورته په عاجزۍ خپل عزروړاندې کړ نوبېرته به يې دګيلې کولوبخښنه غوښته،په زړه کې مې تېرېدل چې،درېيم ملګرخوبه هم راته ښه په قهروي،چې ولې له هغه سره خبرې نه کوم ،دسترګوپه کونجوکې مې ورته غلى غلى کتلې ،وېرېدم چې اواز رابآندې ونکړي،خوښه وهغه هم خاموشي اختيارکړې وه ،داسې نه وه چې ماله ډېروخت وروسته داسې ملګري پيداکړي وو،هسې خو،هره شپه،هره ورځ او هره لحظه داسې ملګري راسره وي اوکه داملګري راسره نه وي نو زما ژوند بيخي نيمګړى دى،بس لڼده دا چې همدا دوستان، زمازنده ګي ،خوراک،څښاک او تفريح دي،کله کله خوپه کور کې راته مور، پلار يوه نيمه غصه هم کوي او وايي چې له موږدې بېخي لاس اخستى دى،تل ته يې اوهمدا ملګري دي،خوزه په يوه له نازه ډکه موسکاترې ځان خلاص کړم،خوکله کله داسې هم پېښېږي چې آن له ماڅخه دهغوى دبېلولو هڅه هم کوي اوپه څوځله خويې ورته ګواښ هم کړى دى دڅوشېبولپاره يې زمااودملګروترمنځ يوڅه فاصله هم ايجاد کړېده،خودا اوس زماپه وينه کې نغښتې مينه ده ،چې وتل يې زماله وينې مشکل څه چې ناشونى کار دى،له دې ملګري سره مې هم ښې ډېرې خبرې وکړې،نور مې نوانداز اوکرکټر ورته داسې کړ،چې له درېيم ملګري سره هم څه ووايم،که څه هم زړه يې نه وو،چې پرې يې ږدم خو بايد پرې ايښى مې واى،همداسې مې درېيم ملګري ته ورنږدې شوم،هغه چې په مخ يې ښکلى دسمال غوړولى وه چې رنګارنګ ګلانوباندې ښايسته شوى وه دده له مخ نه مې پورته کړ،خودى لا داسې خفه وو ،چې هېڅ يې نه غوښتل راسره سپڼ هم وکړي،نور مې نو ورته په عزر اوننواتو پيل وکړ،خوچاته يې وايي،زه فکر کوم ده به هم داسې فکر کاوه چې ولې مې لمړى دده ته نوبت ور نکړ،خيراخر مې له سترګو ورته اوښکې راغلې ،بيايې هم راسره نه منله،اليکين هم زمادمظلوميت او دملګري دغرور ننداره کوله اوخاموشي يې اختيار کړې وه ،چې ورسره يې له سپينې سينې يو تور لوګى هم راپورته کېده او په کوټه کې يې منډې رامنډې وهلې ترڅوله دې ځآى څخه دوتلولار ومومي،نور نو شپه ډېره تياره وه ،چې دخوب مچۍراباندې کېناسته،داسې يې کړم چې نور مې ددې ملګري په مخ راته سترګې،پوزه،وروځې،زنه،خوله،هېڅ نه ښکاره کېدل،اخر مې ورته وويل چې نورې خبرې به سباته وکړو،هغودوه ملګروته مې ډېر وويل چې دده په پخلاينه کې مرسته راسره وکړي،خوهغوى لاله هماغه وخته چې ما وسره خبرې بس کړې وې،سرونه تاو کړي وو،زه هم دخوب مچۍ داسې وچيچلم چې زهرويې هرڅه رانه ورک کړل،همداسې مې سر کېښود،سهارلمانځه ته چې پاڅېدم ؛ دى لا راته هماغه شان څرنګه چې يې ماله مخ نه دسمال اخواته کړى وه،لوڅ مخ زمادخبروپه انتظار کې وو.
لمونځ مې وکړ بيامې دى راپورته کړ خبرې مې ورسره پيل کړې، خبرو يې ډېر خوند وکړ،څومره نازدانه اوله جادوډکه ژبه يې درلوده، خوداچې دشپې يې ولې راسره خبرې ونکړې ،ددې علت به زما په نظر داوه ،چې ماورسره سمې خبرې نشواى کړاى ولې چې تر يوې نيمې بجې پورې مې هغو دوه نورو سره خبرې کولې،خودوى داسې وو،چې يواځې يې له ماسره خبرې کولى شوې،په خپلوکې يې سره خبرې ،رازاونيازنه شواى کړاى.
يوڅه چې زما ورته فکر ونه شو چې درته مې داګلالي ملګري درپېژندلي واى،فکر کوم تاسوبه واياست چې ماخوددې ملګروته نومونه هم تاسوته وانه خستل،اندېښنه مه کوى اوس هم لاڅه تللي راغلي ندي، اوس به يې دروپېژنم، يو ملګرى مې،(شړل شوى لمر)ښکلى ناول چې عمراسحق ليکلى او دهېواد تکړه اوبااستعداده ځوان ګل رحمن رحماني ژباړلى دى ،دوهم ملګرى مې،د(پاچاخوب)چې ګران بديع الزمان هاشمي په ښکليوټکوليکلى دى چې په زړه پورې نادر داستانونه پکې دي اودريم ملګرى مې هم د(لښکرګاه)په نوم يوه ښکلې اورنيګينه مجله وه چې دهلمند دفرهنګپالوځونانولخواپه ښايسته او مؤثرومضامينو،مقالو،شعرونو،غزلواوادبي ټوټوپسولل کېږي.