په جلال اباد کې د کرکټ دوه سوه لوبغاړي وروزل شول
لوبې سپورټي روزنیزې مؤسسې ایل ایس ټي اوو LSTO د ننګرهار په ولایت کې د کرکټ دوه سوه لوبغاړو ته چې تر ډېره د ښوونځیو زده کوونکي وو، د اتو ورځو په موده کې روزنه ورکړه او د کرکټ د لوبې له اصولو، تکتیکونو او لارو چارو سره یې اشنا کړل.
دا روزنیز کمپ چې د مۍ د میاشتې په څوارلسمه د ساینس او ټکنالوجۍ د پوهنتون په انګړ د هستي ګل عابد په اکاډمۍ کې پیل شوی وو د شنبې په ورځ د مۍ په یوویشتمه پای ته ورسېد.
پدې روزنیز کمپ کې چې زده کوونکو له ولسوالیو، ښوونځیو او کلبونو نه برخه اخېستې وه عمرونه یې له شلو کالو ټیټ ول، د ایل ایس ټي اوو مرستیال زراب شاه زهیر وايي پدې اته ورځني روزنیز کمپ کې په لومړیو درېو ورځو کې لوبغاړو ته د بېټينګ په برخه، په دوو نورو ورځو کې د بولینګ په برخه، یوه ورځ د فیلډینګ په برخه کې زده کړې ورکړل شوې او دوه وروستۍ ورځې عملي تمریناتو ته بېلې شوې وې، زهیر زیاتوي پدې روزنیز کمپ کې له ایل ایس ټي اوو سره پیاوړو روزونکو رحمت ګل، تاج ملوک علم، محمد عالم کندهاري او کریم صادق برخه لرله.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني روزونکي تاج ملوک علم وویل چې دا روزنیز کمپ د کرکټ د ودې لپاره خورا مهم دی او ښايي داسې لوبغاړي پکې وموندل شي چې یو وخت به د ملي لوبډلې د اوسنیو لوبغاړو ځای ناستي وي.
هغه په ځانګړي ډول د ایل ایس ټي اوو ددغه فعالیت نه مننه وکړه، لوبې سپورټي روزنیزې مؤسسې تر دې وړاندې په خوست، کندهار او کندز کې هم ورته روزنیز کمپونه په لار اچولي وو او تر دې دمه اته سوه لوبغاړي روزلي او په پام کې ده چې ژر به په کابل کې هم روزنیز کمپ ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې ایل ایس ټي اوو دوه سوه لوبغاړو ته د لوبو جامې، بوټان او جرابې هم ورکړي دي، دې مؤسسې یو لړ وسایل هم اکاډمۍ ته ورکړل.