کور / تازه خبرونه / کابل: په ۴۰۰بستريز روغتون کي خونړۍ چاودني وسوې

کابل: په ۴۰۰بستريز روغتون کي خونړۍ چاودني وسوې

ذبيح الله مجاهد وايي چي په دوو ځانمرګو بريدونو کې  ۵۱ تنه داخلي نظامي ډاکټران او بهرني استادان  قتل او ګڼ نورسخت ټپيان شول  .


طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره منلې ده چي نن د غرمې ۱۲ بجې په سپکو او درنو وسلو سمبال ځانمرګو بريدکوونکو دکابل د څلورسوه بستريز روغتون په نظامي او تعلمي برخه باندې  همهاله ځانمرګي بريدونه وکړه چې جګړه يو ساعت وغزيده او له امله يي دڅلورسوه بستريز  روغتون  په تعلمي برخه کې چې دبهرنيوعسکرو لخوا ددفاع وزارت مربوط داکترانوته طبي تعليم ورکول کيږي او هم په دې ځای کې ګڼ په جګړو کې ټپي شوي عسکربستر دي ۵۱ تنه خارجې او کورني استادان يي قتل اوګڼ شمير نور سخت ټپيان شوي دي .


د ذبيح الله مجاهد په وينا د غرمې يوه بجه وروستی جګړه کوونکی ووژل سو او جګړه پای ته ورسېده .


په دې وروستيو کي د بل هر وخت په پرتله د ملي اردو ، ملي پوليسو او ددوی پر تعليمي ځايونو خونړي بريدونه زيات سوي دي ، په وروستيو دوو پېښو کي د ننګرهار د پوليسو اکاډمۍ لسګونه استادان او پکتيکا ولايت کي د سړک جوړوني شرکت څلوېښتو کارکوونکو د وژل کېدو مسوليت هم طالبانو پر غاړه اخستی و.


د کارپوهانو په وينا د وروستيو دوو اوونيو پېښي په مخامخ ډول د پاکستان او امريکې د اړيکو د خرابوالي سره تړاو لري . پر طالبانو دا تور هم لګول کيږي چي د پاکستاني استخباراتو په لمسون د خپل هيواد هغه بنسټونه له منځه وړي چي په اوږده مهال کي د ټولو افغانانو په زيان تمامیدای سي . ځيني نور د روان تاوتريخوالي پړه ددولت او بهرنيانو پر غاړه اچوي چي په اداره کي د پراخ فساد او بهرنيانو لخوا دملکي خلکو پر وړاندي د پرله پسې زياتي له امله اوس د پېښي قربانيانو د دولت او بهرنيانو څخه د غچ اخستلو په نيت طالبانو ته مخه کړې ده .