کور / تازه خبرونه / غزني: په ګډو عملياتو کي ځايي طالب قومندان وژل سوی دی

غزني: په ګډو عملياتو کي ځايي طالب قومندان وژل سوی دی

د ناټو لخوا په خپره سوې اعلاميه کي راغلي چي تېره شپه يې د غزني د رشيدانو په کلي کي  د افغان ملي اردو ( ا.م.ا.) سره په ګډو تصفيوي عملياتو کي يوطالب قومندان په وژلی دی ، ناټو وايي چي وژل سوي قومندان په سيمه کي د بېلابېلو بريدونو مسول و او طالبانو ته یې په اکمالاتو کي هم مهم رول درلود .


په خبرپاڼه کي دا هم ويل سوي چي د تېري شپې عمليات په احتياط سره ترسره سوي او ملکي وګړو ته يې زيان نه دی اړولی ، په دې اړه نه تر اوسه طالبانو څه ويلي دي او نه خپلواکو سرچينو تاييد کړﺉ دی .