کور / تازه خبرونه / خوست : د ترافيکو پر مديريت جګړه پای ته ورسېده

خوست : د ترافيکو پر مديريت جګړه پای ته ورسېده

نن سهار د خوست ولايت د ترافيکو مدريت د وسله والو تر بريد لاندي راغی له سيمي ترلاسه سوي راپورنو له مخي بريد کوونکو تر ماځيګره پوري د دولتي او بهرنيو پوځيانو سره جګړه وړه چي  وروسته د درې ګونو بريد کوونکو په وژل کېدلو سره پای ته ورسېده .


چارواکي وايي درې پوليس ، يو ملي اردو سرتيری ، يو ولسي وګړی وژل سوی او څلور بهرني پوځيان ژوبل سوي دي خو ذبيح الله مجاهد وايي چي په دې بريد کي يې لسګونه کورني او بهرني سرتيري وژلي دي .