کور / تازه خبرونه / کرمه ايجنسۍ:تحصيل صده کي اته کسان وژل سوي دي

کرمه ايجنسۍ:تحصيل صده کي اته کسان وژل سوي دي

 


د کرمه ايجنسۍ تحصيل صده په سېمه کي د دوو مختلفو ډلو تر منځ  په نښتو کي د تېري جمعې ورځي  نهه کسان وژل سوي او اتلس نور ټپيان سوي دي ، د تازه معلوماتو پر بنسټ د پاړه چنار او صدې لخوا پوځيانو سيمي ته حرکت کړی دی . ځايي پوليټيکل انتظاميه وايي چي تېره هفته يې د دواړو خواوو تر منځ د سولي تړون کړی و خو تېره شپه د دواړو غاړو لخوا بيا نښتو زور اخستې چي اوس هم د تنګي په سيمه کي جګړه روانه ده . 


د يادوني وړ ده چي په دې سيمه کي د کلونو راهيسي د مېشتو شعيه او سني مذهبه پښتنو تر منځ خونړۍ نښتي کېږي چي دواړو خواوو ته پراخ مالي او ځاني زيانونه هم اړوي .