کور / تازه خبرونه / د ناټو يوه الوتکه لوېدلې / وېشتل سوې ده

د ناټو يوه الوتکه لوېدلې / وېشتل سوې ده

ناټو وايي چي نن سهار يې د افغانستان په لويديځ کي يوه الوتکه لوېدلې او سپرلۍ يې ژوبل سوي دي ، د ناټو له قوله د لوېدلو علت تر اوسه څرګند نه دی خو تر پېښي وروسته د سيمي امنيت نيول سوی او زخميان لېږدول سوي دي ، په هغه خبرپاڼه کي چي په دې اړه خپره سوې راغلي چي د پېښي په اړه پلټني شروع سوي دي .


بله خوا طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چي ددې ولايت دکجکي ولسوالئ دزمينداور دآبدارپه سيمه کي يې تېره ورځ لمر او غر يوه امريکايي هيليکپټر د زمينداور د سيمي د طالبانو لخوا جګړې په ډګر په راکټ وويشتل سوه . د قاري يوسف په وينا تېره ورځ يې تر ماښام ناوخته پوري د امريکايانو سره په دې سيمه کي جګړه کړې ده .


ناټو د پېښي وخت نن سهار ښوولی دی خو تر اوسه د خپلي الوتکي د لوېدلو دقيق ځای نه دی څرګند کړی ، ددې معنا ښايي دا وي چي ښايي په دوو ورځو کي دا د ناټو دوهمه جنګي الوتکه وي چي ويشتل کېږي يا د ناټو په وينا رالوېږي .