کور / تازه خبرونه / په کاپیسا كې دوی دیني مدرسې تأسیس شوې

په کاپیسا كې دوی دیني مدرسې تأسیس شوې

په کاپیسا كې دوی دینی مدرسي تأسیس شوي
دکاپیسا ولایت: نن د روان كال د غبرګولی د مياشتى په ۳ مه، د کاپیسا ولايت د مرکز اړوند د نو آباد په سیمه کې د پاچا ګل او د نجراب ولسوالي د خواجه عظیم الدین دینی مدرسی بنسټ كيښودل شو چې په دې وروستيو كې د پوهنې وزارت له لوري منظور شوي وو.
په هغه غونډه كې چې په همدې اړه جوړه شوې وه د کاپیسا ولایت د مقام او د پوهنې رياست پر مسؤلينو سربيره لسګونو قومي مشرانو او ځايي دولتي چارواكو ګډون كړى وو، د پوهنې وزارت له دغه ګامه پورته كونې ستاينه وشوه او د غونډې ګډونوالو په دې برخه كې ورسره د لازياتو همكاريو غوښتنه وكړه.
د پاچا ګل په دینی مدرسه ۸۰ تنه زده کوونکي د سیمې په جامع جومات کې په زده کړه بوخت دی او خواجه عظیم الدین په مدرسه کې ۱۰۰ تنه زده کوونکی په دولتی ودانۍ کې ۴ دلوست ټولکي او ۳ اداری خونې لری په زده کړه بوخت دي.