کور / تازه خبرونه / لراوبر له يوې جدي ستونزي څخه وروسته

لراوبر له يوې جدي ستونزي څخه وروسته

لراوبر ويبپاڼه د افغانستان سيمه ایز وخت ماځيګر ۶ بجې او پنځلس دقيقې له تخنيکي پلوه د يوې جدي ستونزي سره مخامخ سوله چي له امله يې د لراوبر ټولي برخي تر نامعلوم وخت پوري له کاره ولوېدلې. 


تخنيکي مسول وکولای سول په ډيره چټکۍ پاڼه بيرته پر پښو ودروې خو د وروستيو دوو ورځو خپاره سوي مواد دا مهال زموږ له ګوتو وتلي دي چي د ترلاسه کېدو هڅه يې کوو .


تاسو د موقت وخت لپاره لراوبر د دوو ورځو مخکي په بڼه ګورﺉ .


دلراوبر افغانانو  لپاره ( لراوبر مطبوعاتي اداره) له جدي ستونزي سره مخامخ ده


نن د افغانستان وخت ماځيګر شپږ بجې او پنځلس دقيقې په انټرنټ کي د لراوبر پر مطبوعاتي ادارې انټرنټي بريد وسو  چي له امله يې په دې ادارې پوري اړوند يا ددې ادارې لخوا سمبالېدونکي  پنځه بېلابېلي ارزښتناکي پښتو ويبپاڼي  او لسګونه د بېلابېلو موضوعګانو ځانګړي ويبلاګونه له کاره لوېدلي دي .


د لراوبر افغان د يووالي په لاره کي ددغي زيار ايستونکي مطبوعاتي ادارې او اړوند انټرنټي څانګو د له منځه وړلو علت تر اوسه معلوم نه دی ، د يادولو وړ ده چي شاوخوا دوې مياشتي مخکي د فېس بوک له لاري په ټوله نړۍ کي د زرګونو افغانانو سره ددې ادارې پر اړيکو د فېس بوک ادارې بنديز ولګاوه او غير عادي شرايط يې مخته کړه ، ورپسې يوه اوونۍ مخکي په ګوګل ( جيمايل ) کي د لراوبر شپږ بېلابېل عمومي او د چلوونکو شخصي برېښناليک اکونټونه بند کړل سوه او نن دادی افغانانو ته د بلاعوضه خپلواکو ژورناليستيکي خدمتونو پر يوه مرکز ( لراوبر ) باندي هم يوه بلا نازله سوه چي تر اوسه موږ نه پوهېږو علت به يې څه وي .


موږ هڅه کوو چي لومړی په خپلواکه توګه د هر څه پلټنه وسي او بيا خپل درانه لوستونکي د پېښي په علت  خبر کړو او موږ به بيا هم د لراوبر افغان ولس د يووالي په لاره کي نه ستړي کيدونکي مزلونه ووهو چي و هيوادوالو ته بې طرفه هر اړخيز معلومات  او خپل قام د ښې راتلونکي او يووالي په اړه بېلابېل سياسي نظريات  وړاندي کړو او طبعي خبره ده چي موږ د لراوبر ويبپاڼي همکاران او چلوونکي به د لراوبر افغان ولس د يووالي په لاره کي او د ډيورنډ منحوثي او نامنلي کرښي پر وړاندي خپلو مطبوعاتي خدمتونو ته ادامه ورکوي انشاالله  او په دې لاره  د لراوبر ويبپاڼي کارکوونکي د چا د زور او زر پروا نلري هغه که په هره بيه هم تمام سي .


 په درناوي


د لراوبر د ټولو کارکوونکو او قلمي همکارانو په استازيتوب


عبدالله احسان



Larawbar publishing administration for Afghans on both sides of the Durand line is faced with serious disturbances

At 6.00 p.m. today, on Afghanistan’s local time Larawbar site suffered from a cyber attack due to which five different valuable Pashto websites belonging to this administration and other weblogs of various subjects shutdown as well.
The cause and reason of the attack of these sites which are calling for unification of the Afghans on both sides of the Line  is still not clear. It is necessary to mention that the face book authorities boycotted thousands of Afghans’ face books linking to this site all over the world almost two months ago, and they put unusual conditions. Later, the gmail of the Google halted six of the Larawbar website’s operators private accounts. And today we see another disaster on another centre (Larawbar) which provides voluntary journalistic services to Afghans while we don’t  know its reason.
We are trying to find its cause independently, and later we will brief our honourable readers all the way. But we will continue our untiring endeavours for the unification of all Afghans by providing with impartial and fairly information and various political opinions for their prosperity and unity.
Naturally, we and all of the Larawbar site’s felow members and operators will try their best for the unity of the Afghan people and will oppose the unrealistic and synthetic Durand line through its publishing services.
We firmly say that the workers and fellow members of the Larawbar site are not afraid of or alluring anybody and any power at all.
Best Regars,
Abdullah Ehsan
on behalf  of all the fellow members and writers of the larawbar site.