کور / تازه خبرونه / تازه خبر : اته بهرني پوځیان ووژل سول

تازه خبر : اته بهرني پوځیان ووژل سول

ناټو او فرانس پریس آژانس راپور ورکوی چی نن د افغانستان په ختیځ کی د ناټو یو هلیکوپتر سقوط وکړ چی له امله یې یو خارجی عسکر ووژل سو .
راپور زیاتوی چی نن د کندهار په ښوراوک ولسوالي کی د دوو چاودنو له امله اووه بهرني پوځیان او دوه داخلی پولیس ووژل سول .
ښایی ټوله بهرنیان امریکایان وی .
راپور زیاتوی چی د روان کال په پنځو میاشتو کی ۲۰۰ خارجی پوځیان په افغان جنګ کی وژل سوي دي .