کور / تازه خبرونه / د تخار په چاودنه کی یو جرمن جنرال هم ټپي سوی دی

د تخار په چاودنه کی یو جرمن جنرال هم ټپي سوی دی

اسوشیټیډ پریس لیکی چی نن د تالقان په ولایتی ماڼۍ کی د چاودنی له امله چی جنرال داؤد او نور چارواکي یې ووژل ، یو جرمن جنرال ( مارکوس کنیپ ) هم زخمی سوی دی چی د شمال زون د ناټو لوی قوناندان او هم د ۴۹۰۰ جرمن پوځیانو عمومی قوماندان دی .
په دې پیښه کی دوه جرمن پوځیان هم وژل سوي دي چی په دې سره د هغوی تلفات ۵۱ ته ورسېدل .
حمله یو پولیس افسر کړې وه چی په ځان پوری یې زیات منفلقه مواد تړلی وو او سالون ته ورننوت او دغه درانه تلفات یې رامنځته کړل . طالبان وایی چی دا د بدر عملیاتو ادامه ده چی د مې پر اوله یې اعلان کړي دي .