کور / تازه خبرونه / په کندهار پوهنتون کي ۲ بمي چاودنو ۲ محصلين ووژل

په کندهار پوهنتون کي ۲ بمي چاودنو ۲ محصلين ووژل

نن په کندهار پوهنتون کي په دوو موټرسايکلونو کي د ځای پر ځای سوو بمونو له امله دوې چاودني رامنځته سوې چي د لومړنيو خبرونو پر اساس دوه محصلين پکښي وژل سوي دي ، د کندهار امنيې قومندانۍ د امنيت امر شېرشا يوسفزی وايي چي يو محصل د امنيې قومندانۍ کارکوونکی و .


په يوه بله پېښه کي نن د کندهار په شپاړسمه حوزه کي د عادل شا په نامه يو دولتي چارواکی په يوه  وسله وال بريد کي زخمي سوی دی .


د امنيې قومنداني وايي چي پوليسو ددواړو پېښو په اړه پلټني پيل کړي دي خو تراوسه يې د پېښو په تور څوک نه دي نيولي .