کور / تازه خبرونه / نورستان:طالبانو لار تړلی،خلک د لوږی له ګواښ سره مخ دی.

نورستان:طالبانو لار تړلی،خلک د لوږی له ګواښ سره مخ دی.

د نورستان چارواکې له مرکزی حکومت څخه غواړي، چې د نورستان مرکز او وامه ولسوالۍ ته د غځیدلی لاره دې خلاصه کړي.

دا لار له تیرو دوو میاشتو راهیسې د طالبانو لخوا تړل شوي، چې ځایی خلک یی له سختو ستونزو سره مخامخ کړي.

د نورستان والې جماالدین بدر له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې پدی سیمه کی خوراکی توکې د خلاصیدو په حال کې دی او که چیری ژر اقدام ونشي، نو یو اقتصادی ناورین را منیځ ته شی.

طالبانو که څه هم د والی د نویو څرګندولو په اړه څه ندی ویلی، خو مخکی یی ددی لاری د تړلو علت سیمی ته د حکومتې چارواکو د تګ راتګ مخنیوې بللی وو.

د نورستان چارواکې وایی چې دا طالبانو دا لار اوسمهال د ملکی وګړو په مخ هم تړلی ده.