کور / تازه خبرونه / ولسې جرګه: که پاتې وزیران شنبی ته را معرفی نشې بیا کار نه کوو

ولسې جرګه: که پاتې وزیران شنبی ته را معرفی نشې بیا کار نه کوو

د ولسی جرګی غړو یوځل بیا له حکومت څخه وغوښتل چې سرپرست وزیران دی ددی جرګې څخه د باور رایی داخیستو لپاره ولسی جرګې ته معرفی کړی.

د ولسې جرګې غړو نن پدی اړه پراخ بحثونه وکړل،او له ولسمشر څخه یی وغوښتل چې راتلونکې شنبی ورځ دی باید اوه پاتې وزیران ور وپیژنی.

د ولسې جرګی غړی وایی،چې ټاکل شوې وه دجوزا په پنځلسمه نیټه ددی جرګی غړی په رخصتی لاړشې، خو دا رخصتی یی ددی لپاره ځنډولی ده.

د ولسی جرګې غړی وایی که چیری ولسمشر ورته د راتلونکې شنبی په ورځ پاتی وزیران ولسی جرګی ته معرفی نکړي نو د اعتراض په ډول به چپه خوله کښینې او کار به نه کوی.