کور / تازه خبرونه / کرزی به نن ماښام اوه بجې له اوباما سره په تفصیل خبرې وکړې

کرزی به نن ماښام اوه بجې له اوباما سره په تفصیل خبرې وکړې

د افغانستان د جمهوری ریاست چارواکو ازادی راډیو ته وویل،چې افغان ولسمشر به نن ماښام اوه بجی له خپل امریکایی سیال سره د ویډو کنفرانس له لاری خبری وکړی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال سیامک هروی پدی اړه زیات جزیات ورنکړل،خو امریکایی چارواکو ویلی چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما به د افغانستان له ولسمشرحامد کرزي سره د ویډیو کانفرانس له لارې د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني پرون وویل، ولسمشراوباما تراوسه له افغانستانه د امریکایي عسکرو د ایستلو پریکړه نده کړی اوهغه په دې اړه چې څه شمیر عسکرله دې هیواده وباسي، د امریکايي قومندانانو سپارښتنو ته منتظر دی.

جي کارني زیاته کړه، اوباما غواړي چې د افغانستان حالاتو ته په پام سره د پوځیانو د ریښتونی شمېر د کمولو امر وکړي