کور / تازه خبرونه / وردګ ولايت: د نښتي په ترڅ کي طالبانو او ملی اردو ته مرګ ژوبله واوښته

وردګ ولايت: د نښتي په ترڅ کي طالبانو او ملی اردو ته مرګ ژوبله واوښته

وردګو ولایت  کې درې طالبانو اویودملي اردو سرتیری وژل شوي خبریال سعید الرحمن دوردګو ولایت دسیداباد ولسوال ډاکټر فضل کریم مسلم وايي چې دشنیز دپټان خیلو په سیمه کې هغه مهال چې طالبانو غوښتل دشیرین په نوم یوتن چې دسیداباد دعالي لیسي زده کوونکي دي هغه ووژني دملي اردو سرتیرو مداخله وکړه او په ترڅ کې يي دري طالبان اودملي اردو یوسرتیری ووژل شول اوبل يي ټپي شو  .
مسلم زياته وي چې په دې نښته کې شپږ طالبان زخميان اودوه تنه يي ژوندي دملي اردو دسرتیرو لخوا ونيول شول مسلم وايي چې دوی  خبر نه وو خودشیرين په نوم دغه هلک چې دلیسی زده کوونکي دی دهغه مور دوی ته خبر ورکړي اودوی دهغې داطلاع وروسته سیمې ته داخل شول دولسوال دمعلوماتو له مخې جګړه څلوربجې مهال ختمه شوه او شیرین نومی سلامت راخلاص شو او طالبانو دشیرن اودهغه دتره کورسوځولي دي . طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .