کور / تازه خبرونه / چارواکي: ولسمشر کرزی سبا پاکستان ته ځي

چارواکي: ولسمشر کرزی سبا پاکستان ته ځي

ټاکل شوی چی افغان ولسمشر حامد کرزی به دجمعی په ورځ په یوه دوه ورځني سفر پاکستان ته ولاړ شي.
دپاکستان دحکومت په خبرپاڼه کی راغلی چی ولسمشر کرزی دپاکستان دولسمشر اصف علی زرداری په بلنه له پاکستان څخه لیدنه کوی
داسامه بن لادن له مړینی وروسته دا لومړی ځل دی چی ولسمشرحامد کرزی پاکستان ته په رسمی سفر ځی

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رحمان ملک دسه شنبی په ورځ ویلي وه چی له افغانستان څخه یو شمیروسلوال مخالفین پاکستان ته راځی او هلته په تاوتریخوالی لاس پوری کوی اوکله چی بیا هلته ټپیان شی نو درملنه يي بیا وروسته په افغانستان کی کیږی
نوموړی همدا راز وویل :چی په دی اړه داسی پوښتنی شته چی باید د ولسمشرکرزی سره مطرح شی .