کور / تازه خبرونه / بروکسل:دافغانستان لس کلنه جګړه ارزول کیږې

بروکسل:دافغانستان لس کلنه جګړه ارزول کیږې

تمه کیږي،چې د ناټو تړون د غړو هیوادونو د دفاع وزیران نن په خپل مرکز بروکسل کې د افغانستان د لس کلنې جګړې د پرمختګ په اړه بحث وکړي.
د امریکا متحده ایالتونه، چې په افغانستان کې یو لک پوځیان لري دې ته چمتو کیږي، چې په راتلونکې جولای کې له افغانستان نه د خپلو ځواکونو کمول پیل کړي.
خو تراوسه د اوباما ادارې دا پرېکړه نه ده کړې، چې په لومړي ګام کې به له افغانستان نه څومره پوځیان وباسي.
د ناټو د پلان له مخې د امریکا د متحده ایالتونو او نورو هیوادونو ځواکونه به په راتلونکو څو کلونو کې له افغانستان نه واېستل شي او دا به په داسې حال کې وي، چې تمه کیږي تر ۲۰۱۴ کال پورې به افغان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد امنیت پر خپله غاړه واخلي.
سرچینه: ازادی راډیو.