کور / تازه خبرونه / کوټه: د ويني د دادني نړيواله ورځ و لمانځل سوه

کوټه: د ويني د دادني نړيواله ورځ و لمانځل سوه

د ويني دادلو نړيوالي ورځ په مناسبت چي د۱۴م جون ۲۰۱۱ په نني ورځ د پښتونخوا دويني زيرمي له خوا لاريون دلته د کوټي په ښار کي وسو۔ په لاريون کي اولس، د پښتونخوا بلډ بانک کارندوو، لوستونکو، او ځوانانو له خوا ګڼ شمير خلګو پکي برخه واخيسته۔ او دا لاريون د پښتونخوا بلډ بينک سخه روان چي په کوټه ښار کي يې په بيلابيلو روډونو تګ وکړ۔ او لاريونکونکو په لاسونو کي بينرونه او پلې کارډونه نيولي وو۔ چي ورباندي د ويني د خيرانې بيلا بيل شعار ليک وو۔ په آخره کي د ا لاريون په يوه مجموعه بدل سو۔ چي ورته د پښتونخوا بلډ بينک آرګنائزر قادر آغا ايډووکيټ زياته کړه چي نوموړي بلډ بانک د ټول انسانيت په خدمت کي ۲۴ ساعته کار کوي۔ او مو ږ بلا رنګ، نسل، ژبي ، مذهب ، سيمي د انسانيت په خدمت يقين لرو۔ نو د دې نو هم دغه وجه ده چي پښتونخوا بلډ بانک دا وخت د مياشتي ۶ لکه سي سي وينه و ناروغه ماشومانو، ښځو، ټپيانو او هان دا چي ۲۵۰ هغه وړو او لويو ماشومانو ته هره مياشت وينه ور کوي کوم چي د ويني د کمښت په ناروغي يا تهيلسيميا باندي اخته وي۔
قادر آغا زياته کړه چي نن هم زموږ بانک که څه يوه خوا ته د ويني ورکولو کار په غاړه لري۔ بلي خواته د اولس په مرسته اوس موږ دې ته جوګه سوي يو۔ چي تير کال موږ د پښتونخوا ايمبولينس سروس هم خلاص کړ ۔ چي هغه مريضان، ټپيان او زنانه، واړه مريضان تر هسپتالونو او مړي تر کورونو رسوي۔ پښتونخوا دويني بانک د ويني تر ټولو اهمه ذريعه زموږ اولس دي۔ او اوس اولس دې ځاي ته رسيدلي دي چي هغه زموږ د ويني ټول ضرورتونه پوره کوي۔ خو دا هم لږ ده ځکه نن هم موږ په اولس کي ډير کم ځوانان وګړي لرو چي هغه دې ته تيار دي چي خپله وينه د دريو مياشتو په دورانيه کي وباسي او دا وينه په دې تمه د پښتونخوا بلډ بانک سره جمع کوي چي د بل چا ژوند په وژغورل سي۔ خو له بلي خوا د جهاني سروې په کتو سره دا خبره واضح ده چي نن هم په جهان کي د يوې تهيلې چي ويني په کي جمع کيږي په مقابل کي موږ ۷۴ هغه داد ورکونکي لرو چي په خپله خو ښه وينه ورکولو ته تيار دي۔ نو ددې دا معنا ده چي موږ اوس هم ډير زياته اړتيا و مالي مرستو ته لرو۔
هغه زياته کړه چي اوس پښتونخوا بلډ بانک ۵ لانديني څانګي لري چه په هغه چمن، لورالايي(بورئي)، ږوب، پښين او کوټه دي۔ او س هم د پښتونخوا وطن ډيره لويه برخه پاته ده چي موږ په پلان کي لرو چه په هغه سيمو کي خپلي څانګي خلاصي کړو ۔ او اولس په دې شعوري کړو چي دويني دادنه د بل ژغورنه ده۔ او ټول خلګ ودې ته و هڅوو چي هغه خپل زکاتونه، خيراتونه، د اختر د پسو او څارويو پوستونه پښتونخوا د ويني و زيرمي يا پښتونخوا بلډ بانک ته جمع کړي۔ او د خير ښيګڼي په دې کار کي د اړينو خلګو مرسته وکړي۔ هغه په نړيوالو سازمانونو ږغ وکړ چي هغه دي د پښتونخوا بلډ بانک سره مرستي وکړي۔ چي موږ دغه پروژې نوري هم مخ په وړاندي بوزو۔