کور / تازه خبرونه / نړیوال ځواکونه:دحقانی شبکي قوماندان مو وژلی

نړیوال ځواکونه:دحقانی شبکي قوماندان مو وژلی

نړیوالو ځواکونو،دحقاني شبکي، د یو مهم قوماندان په ګډون، د یوشمیرو وسله والو مخالفینو د وژلو خبر ورکړی دی.

په افغانستان کي د میشتو بهرنیو ځواکونو په اعلامیه کي که څه هم د وژل شویو کسانو شمیر ندی ښودل شوې، خو ویل شوي، چې داکسان تیره ورځ د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کي وژل شوی.

خو د زرمت ولسوال وایی،چي تیره شپه د ګډو ځواکونو په عملیاتو کي پنځه وسله وال وژل شوی او څلور تنه یی نیولی دی.

د ایساف ځواکونو په اعلامیه کی همدا راز راغلی دی،چی په هلمند،کندهار،زابل،پکتیا او خوست ولایتونو کی په بیلا بیلو عملیاتو کي یولس وسله وال نیول شوی دی.

اعلامیه وایی،چی په نیول شویو کسانو کی د حقانی شبکی دوه غړی هم شامل دی.