کونړ: طالبانو او اردو دری ساعته نښته کړې

اسدالله زړه سواند | جون 21st, 2011


د کونړ سیمه ایز چارواکي وایي، چی له وسله والو طالبانو سره په دری ساعته نښته کي، د ملي اردو دوه سرتیری او یولس طالبان وژل شوی دی.

د کونړ د والی ویاند واصف الله واصفی د ازادۍ راډیو خبریال ته ویلی،چی دغه نښته تیر ماښآم، دکونړ د شیګل ولسوالۍ په شین کوړک سیمه کي شوی.

نوموړی ویلی، پدی نښته کي د اردو پنځه نور سرتیري ټپیان شوی،او دوه موټر یی هم له منیځه تلی دی.

واصفې وایی، دنښتي په مهال یی دوه هغه طالبان هم ژوندی نیولی دی، چي دجګړي د صحنی فلمبرداری او عکاسی یی کوله.

د ذبیح الله مجاهد په نوم د طالبانو یو ویاند بیا وایی، چی پدی نښته کې ددوی دوه ملګری وژل شوي،خو وایی، چی شپږ کورنی او بهرنی عسکر یی وژلی.

چارواکی یی ادعا نه مني.

Copyright Larawbar 2007-2024