کور / تازه خبرونه / ایساف:سرتیریی مو ووژل شو

ایساف:سرتیریی مو ووژل شو

ایساف ځواکونه وایی، چی تیره ورځ یی دافغانستان په ختیځ کی یو عسکر وژل شوی دی.

ایساف ځواکونو د خبر پاڼی په خپرولو سره ویلی، چی دغه،عسکريې له وسله والو سره په جګړه کي وژل شوی.

ایساف په خپله بله اعلامیه کی ویلی،دکندهار په ژیړۍ او میوند ولسوالیو کي دنشه یی توکو دوه کارخاني نیولی دی.

همدا راز دغه ځواکونه وایی،چی د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کی یی هم په تیرو څلور ویشت ساعتونو کي د وسلو او نشه یی توکو دوه زیرمی موندلي دی.