کور / تازه خبرونه / د یو څه امریکایی پوځیانو د ایستلو په اړه د طالبانو اعلامیه

د یو څه امریکایی پوځیانو د ایستلو په اړه د طالبانو اعلامیه

طالبانو د بارک اوباما لخوا د دې فیصلې په اړه چی د افغانستان څخه به محدود شمیر امریکایی پوځیان راوباسی ، رسنیو ته یوه اعلامیه لیږلې او دا اقدام یې یو تش سمبولیک ګام بللی دی او وایی چی دغه کار به له جګړې ستړي نړیوال او امریکایی ولس قانع نکړای سی او دا اعلان پر داسی مهال کیږی چی دلته دایمی پوځی اډې تحمیلوی او مسلسل افغانان وژنی .
اعلامیه وایی چی اوباما دا کار د خپل ملت د غولونی لپاره کوی ، ځکه هغوی د پوځیانو بشپړ راوتل غواړی .
اعلامیه وایی چی د اوباما دا انګېرنه باالکل غلطه ده چی وایی امنیت به افغان اردو او پولیس وساتی ، دا ځکه چی هغوی په یو فاسد نیت او فاسد عادت رامخته سوي او افغانان یې د نورو غلامان بولی او هم یې عملأ امتحان ورکړی دی نو ځکه به هغوی د پنتاګون او سي آی اې آرمان پوره نکړای سی .
اعلامیه پسی زیاتوی چی امریکایان دلته ناکامه سوي او د بېوزلو افغانانو بم وري ، د شنو فصلونو تباهی ، ټول وژنی ، نیونی او ځورونی او هم د امریکایانو ځانی او مالی لوی زیانونه یې ښه بیلګې دي .
اعلامیه په پای کی وایی چی یوازینۍ چاره یې د ټولو بهرنیو پوځیانو ایستل دی که نه ، د دې اشغال پر ضد به کرکه نوره هم عامه سی څو چی د هغوی په مطلق شکست سره به ختمیږی .