کور / تازه خبرونه / وردګ: پنځه تنه وسله وال په خپله توغندۍ ووژل سول

وردګ: پنځه تنه وسله وال په خپله توغندۍ ووژل سول

دمیدان وردګو ولایت دنرخ ولسوالۍ دکریمدادو په سیمه کې دخپل مزایل مرمۍ دانفجار له امله پنځه(۵) تنه و وژل شول.
د وردګ ولايت وياند شاهدالله شاهد وايي چي بیګاه شپه ۷ وسلوالو مخالفینو غوښتل چې دکریمدادو دکولالانو په سیمه کې په ولسوالۍ باندې دمزایل مرمۍ وتوغوي چې مخکې د توغولو څخه پرې خپله مرمۍ وچاودیده  او له امله یې څلور تنه ځای پرځای ووژل شول او بل تن یې وروسته دخپلو ټپونو له امله مړ شو.
د وردګ والي د ویاند به وينا نوموړي پنځه تنه هر یواسدالله،مطیع الله،حمیدالله، فیض الله او دعزیز الله زوی ټول دکریمدادو دلیسې زده کوونکي وو او دقوماندان عزیزالله دګروپ وسلوال کسان وو چې تل یې په وسلوالو غلو،دملکی خلکو زورونو او په افغان او نړیوالو ځواکونو باندې بریدونه ترسره کول ، طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي .