ناټو : يوه هليکوپتر مو بېړنۍ ناسته وکړه

عطاالله محمدي | جون 24th, 2011


د ناټو ځواکونو يوه خپره سوې اعلاميه چي يوه کاپي يې لراوبر ته هم رالېږلې ليکي چي نن ورځ د افغانستان په لوېديځ هلمند ولايت کي د ناټو يوه هليکوپتر بېړنۍ ناسته وکړه . خبرپاڼه ليکي چي د ژوبل سوو سرتېرو درملنه يې کړې .


خبرپاڼه ليکي چي د هليکوپتر د بېړنۍ ناسته لامل لا تر اوسه نه دئ څرګند خو پېښه تر پلټني لاندي ده .


د يادوني وړ ده چي تېره ورځ هم ناټو په زابل ولايت کي د خپلي يوې الوتکي د راولوېدو خبر ورکړى و . 


طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .


Copyright Larawbar 2007-2024