کور / کیسه / امېل

امېل

(لنډه کيسه)

ليکوال : ګيدو موپاسان
ژباړن:حمید فراز

د ليکوال لنډه پېژندنه:
که څه هم د (ګيدو موپاسان) له نوم سره د ادب -په تېره بيا د لنډې کيسې- نژدې هر مينوال آشنا دى، خو بيا به هم ښه وي، چې که يې د ژوندانه په اړه يو څه کرښې په لاندې بڼه وليکم:

ستر او بېسارى فرانسوى ليکوال هانري رنه ګيدو موپاسان، چې د لنډې کيسې استاد يې هم ګڼلى شو، په کال ١٨٥٠ز په فرانسه کې وزېږېد. د ليکوالۍ هنر يې په ښوونځي او له ګوستاوفلوبر سره په ناسته-ولاړه کې زده کړ. نوموړي د اميل زولا، تورګنيف او ګنکور وروڼو غوندې ليکوالانو له ارزښتمنو تجربو او نظرونو څخه ډېره لويه ګټه پورته کړه. دا ستر ليکوالان به د فلوبر په استوګنځي کې سره راغونډېدل او موپاسان به يې په زړه پورو خبرو او مجلسونو ته تل ځير او غوږ-غوږ و.
موپاسان د فلوبر تر سختې ځانګړې څارنې او زدکړې لاندې و او هېڅکله به يې ورته اجازه نه ورکوله، چې د خپل هنر تر بشپړېدو مخکې خپله کومه کيسه خپره کړي. خو د هغه سرکښ طبيعت او ناآرام روح دومره پابندۍ نه شوى زغملى، نو له همدې امله به يې کله-کله په مستعار نوم خپلې لنډې کيسې خپرولې.
موپاسان د ادب په نړۍ کې د لنډې کيسې د ليکوال په توګه پېژندل کېږي. ځکه ټول کره کتونکي د ده کيسو ته په يوه بېله سترګه ګوري او د ادب د دنيا يوه کمسارې نمونه يې ګڼي. د موپاسان له کيسو ښکاري چې دى په ژوند او د ښځو په احساساتي او له جوشه ډک روح کې ډېر ژور او عالمانه تللى دى او د هغوى(ښځو) هيلې او نفساني غوښتنې يې ډېرې ښه تجزيه کړې او څېړلې دي.
موپاسان په لنډ وخت کې ډېر کار و کړ، داسې بې شمېره کيسې او په زړه پورې رُمانونه يې وليکل، چې ټول يې هک-حيران او ګوته په غاښ پاتې کړل.
د ده د ژوند له ترخو پېښو څخه په (سيفليس) ناروغۍ د هغه اخته کېدل دي، چې آخر هم همدې ناروغۍ يو مخ له پښو وغورځاوه او په داسې حال کې، چې تر لېونتوب او لېونتونه رسېدلى و، په کال ١٨٩٣ز کې يې د دري څلوېښتو کلونو په عمر له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه.
د دې ستر ليکوال ځيني آثار په دې ډول دي: د بخت موسکا، د مېرمن تبيې خوښي، مونټ اوريول، هورلا او نورې بې شمېره لنډې کيسې. خو دا کيسه (امېل) -چې لاندې يې لولئ- د نوموړي يوه له شاهکارترينو کيسو څخه ده، چې په نړۍ کې ډېرو لويو نقادانو د کيسه ليکنې د اصولو له مخې په هراړخيزه توګه خورا ستايلې او خوښه کړې ده.

ګيدو موپاسان

هغه يوه له هغو ښکلو نجونو څخه وه، چې د تقدير د تېروتنې له امله په غريبو کورنيو کې زېږېدلې وي. نه يې د واده لګښت درلود، نه هم د واده هيله، او هېڅکله هم په دې فکر کې نه وه، چې له يوه داسې  شتمن سړي سره وپېژني او واده ورسره وکړي، چې احساسات يې درک کړي او ورباندې ګرانه وي.
نو له همدې امله يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له يوه ساده منشي سره واده وکړ.
ساده، کم هيلې او په لږ څه راضي نجلۍ وه، ځکه هېڅکله نه وه توانېدلې چې په ژوند کې د ځان لپاره له شته شيانو پرته نور هم برابر کړي. خو دومره بدمرغه وه، چې تا به ويل تر ځان يې هم له يوه بدتر او خوار سړي سره واده کړى دى. ښځې خو هسې هم کوم ټاکلى پوړ او ټاکلې ډله-مله نه لري؛ بس د هغوى ښکلا، نازکتوب او د اندامونو ښايست د هغوى تر کورنۍ او د زېږېدنې تر ځاى ډېر غوره او ارزښتمن دى. طبيعي نازکتوب، فطري ښکلا، چابک او چُست تګ او پستې خبرې د هغوى يوازېنۍ نښې دي، همدغه څه دي چې د ټيټ پوړ ښځې د ټولنې د لوړو هغو په کتار کې دروي.
بېخي ډېره ځورېدله، ځکه ځان يې د هر ډول سينګار، خوښۍ او ښکلي-موډرن ژوند وړ ګاڼه. خپل د غريبۍ کور او د هغه لغړو دېوالونو، بوسو او زړو څوکيو او د کوټو بدرنګو پر دو ډېره ځوروله.
دغو ټولو شيانو -چې د دې غوندې نورې ښځې ترې خبرې هم نه دي- په زړه کې لمبې وربلولې، ډېره زياته به يې خواشينې کوله. د خپلې ماشومې انګليسۍ نوکرې په  ليدو به يې سوي زړه درد اخيستى او په سر کې به يې د نهيلۍ خوبونه پيدا کېدل. هغې به چوپ او آرام تالارونه په ذهن کې انځورول، چې زرينې پردې به پکې ځوړندې وې اوپه غټو-غټو ځلېدونکو غابونو کې به مشالونه پکې بل وو، په دې تالارونو کې به دوه غټ-مټ غلامان هم په لندو پتلونونو پر دوو څوکيو د بخارۍ په تودوخه کې ويده وو.
د خيال په نړۍ کې به يې پراخ او آزاد سالونونه ليدل، چې پر دېوالونو به يې ډول-ډول ابرېښمي پردې ځړېدلې او په ښو قېمتي مېزونو او څوکيو به سينګار وو.
هغې به ښکلې وړوکې معطرې کوټې هم ليدې، چې يوازې به د ځانګړو مېلمنو او تېرونو خپلوانو لپاره بېلې شوې وې. په دې کوټو کې به يوازې مشهور خلک مېلمانه کېدل او د ټولو سترګې به د دوى پر لوري اوښتې وې. د دوى پر وړاندې به د خلکو درناوي او لاس پر نامه درېدا د نورو ښځو د سيالۍ حس ډېر سخت راپاراوه.
کله چې به دغرمنۍ خوړلو لپاره ګردي مېز ته – چې په يوه نوي مېزپوښ به پوښل شوى و- خپل خاوند ته مخامخ کښېناستله، نو خاوند به يې په يوه لوښي کې ښوروا اخيسته، په خورا خوند به يې خوړله او ويل به يې:
– اوهو څومره خوندوره ښوروا، څومره ښه پخه شوې ده!
او شاهانه خوندور خواړه به يې د سپينو زرو په ځلېدونکو لوښو کې -چې د پخوانيو خلکو په لاسونو به سينګار او ښکلي شوي وو- له ښايسته دېوالونو سره په ذهن کې ورګرځول. خيالي او افسانوي ځنګل به يې هم له عجيبه مرغيو سره ليده او بيا به يې په ښکلو ګران بيه او حيرانوونکو غابونو کې خوندور خواړه هم ليدل، چې مېلمنو ته به وړل کېدل.
نوکران به د دغو خوړو د راوړلو پر مهال ښځو ته په مينه ناکو او نازدانه ستونو دورې-هورې کېدل.
هغې دغه زمزمې اورېدې او ځان يې په يوې نه ستاينېدونکې موسکا  ورته سپارلى و. هغې د داسې چا حالت درلود، چې د کب د يوه ډېر خوندور خوراک او يا هم د يوه سور کړي چرګ مخې ته ناست او توان و طاقت يې له لاسه ورکړى وي.
(ماتيلد) نه کالي درلودل، نه زر او نه هم بل هېڅ قېمتي شى. بس يوازې به همدغه خوبونه وو، چې هغې ته به ګران وو او احساسوله به يې چې د همدغو خوبونو لپاره پيداشوې هم ده. هغې د ښکلا، د نارينه وو پام وړ ښايستو اندامونو او داسې وحشي-جنسي راښکون لېونۍ هيله درلوده، چې ټول خلک ورپسې مړه وي.
هغې د ښوونځي د مهال يوه پخوانۍ شتمنه ملګرې درلوده، چې اوس يې د هغې له ليدو څخه بېخي ډډه کوله. ځکه هر وخت چې به دهغې له کوره راستنېدله، نو له غم او خواشينۍ څخه به لبرېزېده، سخته به ځورېدله او په ورځو-ورځو به يې په نهليۍ او حسرت ژړل.
خاوند يې يوه ورځ په داسې حال کې، چې غټ پاکټ يې په لاس کې و، په ډېرې خوښۍ کورته راغى او يې ويل:
– يو ښه شى مې درته راوړى دى!
ماتيلد پاکټ ژر څيري کړ او يو کارډ يې ځنې راوايست، چې پکې ليکلي وو: (د اطلاعتو او کلتور ښاغلى وزير او آغلې (رامسونو) به خوښ شي  چې که تاسې محترم … او محترمه … د جنورۍ پر اتلسمه د دوشنبې په شپه د اطلاعات او کلتور وزارت په يوې مېلمستيا کې په برخه اخيستلو وياړ وروبخښئ!)
ماتيلد د خاوند د هيلې پر خلاف، د دې پر ځاى چې خوښه شي، بلنليک په ډېره غوسه پر مېز وغورځاوه او تر شونډو لاندې يې وويل:
– ښه ، مثلاً ته څه غواړې ؟! زه په دې بلنليک څه وکړم؟!
– ګرانې ولې په غوسه شوې؟ ما خو فکرکاوه چې ته به خوشحاله شې، ته هېڅکله له کوره دباندې نه وزې او دا يو وړ فرصت دى. ته نه پوهېږې چې دا کارډ مې په څومره ستونزو او خواريو تر لاسه کړ، ټول د يوه دغسې بلنليک غوښتونکي دي! دا ښه مهمه غونډه ده او بيا بېخي لږ ممکنه ده، چې منشيان دې داسې غونډو ته لار پيداکړي. ته به هلته ټول لوى او ستر شخصيتونه ووينې!
ماتيلد له غوسې په ډکو سترګو وروکتل او بيا يې په بې صبرۍ وويل:
– تر اوسه دې فکر کړى دى چې زه بايد دې رنګه غونډو ته د تللو لپاره څه ډول جامې واغوندم؟!
– خو ولې، هغه جامې دې واغونده چې تل يې نندارې د تلو پر مهال اغوندې؟ زما په نظر  خو په هغو کې هېڅ کمى نشته! ….
خو ناڅاپه يې خپله خبره غوڅه کړه، ځکه پام يې شو چې ماتيلد ژاړي او تر ښکلو او ښايستو سترګو يې د اوښکو غټ-غټ څاڅکې څڅېږي. خاوند يې په غېږ کې ونيوله او په مهربانۍ يې ورته وويل:
– زما ګرانې ماتيلد، ته ولې دومره ځان خورې؟ هر څه چې غواړې درکوم يې!
ښکلې مېرمنې يې په داسې حال کې، چې اوښکې يې پاکولې ځواب ورکړ:
– نه، زه ځان نه خورم، غوره دا ده چې  دغه کارډ دې خپل کوم  ملګري ته ورکړې، البته يوه هغه ملګري ته، چې  ژوند يې تر موږ ښه او غوره وي!
خاوند خوار  يې په مات زړه يوې خوا ته نهيلى کښېناست او په فکر کې ډوب شو، آخر چې يې وليدل مېرمن يې نه کرارېږي نو يې وويل:
– ماتيلد! د يوې ښې جوړې جامو لپاره دې څومره پيسې په کار دي؟
ماتيلد تر څه فکره وروسته ځواب ورکړ:
– فکر کوم د څلورو سوو فرانکو په شاوخوا کې.
د خاوند رنګ يې والوت، ځکه دا پيسې بالکل له هغې بچت شوې پانګې سره برابرې وې، چې ده غوښتل په راتلونکې اوړي کې يو ښکاري توپک په واخلي او څه  موده له خپلو ملګرو سره ښکار ته لاړ شي. خو پر دې برسېره يې بيا هم وويل:
– ډېر ښه ګرانې! څلور سوه فرانکه خو دومره شى نه دي، زه دغه پيسې برابروم او در کوم يې، هڅه وکړه چې د جشن د شپې لپاره ښه ښکلې جامې واخلې!
د مېلمستيا ورځ رانژدې کېده، خو مېرمن  ماتيلد لا هماغسې خواشينې او نيولې ښکارېده.
جامې چې يې کله له درزي څخه واخيستې او کور ته يې راوړې، نو خاوند يې ورته وويل:
– داسې ښکارې لکه بياچې هم ناآرامه يې، دوې-درې ورځې کېږي چې خواشينې دې وينم؟!
– البته ولې نه! ولې خواشينې نه شم؟ زه هېڅ زر نه لرم چې له دغو ښکلو جامو سره يې په ځان وځړوم! تر دې چې د يوې بدلې ډبرې څښتنه لا هم نه يم. په خداى چې نور له دې ژونده پزې ته راغلې يم، زه يوه داسې جشن ته له زرو پرته نه شم تللاى!
خاوند يې بيا څه فکر وکړ او ويې ويل:
– له خپلې پخوانۍ ملګرې آغلې (فروستير) څخه څه زر امانتاً نه شې اخيستلاى؟ ته هغې ته ورشه، ملګرې دې ده، يوه داسې غوښتنه خو بالکل ځنې کولاى شې.
ماتيلد ناڅاپه په خوښۍ له ځايه ټوپ کړه او ويې ويل:
– اوه رښتيا، هغه مې هېڅ ياده نه وه!
په سبا د خپلې پخوانۍ ملګرې آغلې ( فروستير) کور ته لاړه. هغې يې په وړاندې د خپلو زېوراتو لويه جابه پرانيسته او په  مهربانۍ يې ورته وويل:
– هو، ولې نه، هر يو چې غواړې، پکې غوره يې کړه!
څو لاسبندونه، يو ايټالوى صليب -چې له خالص زرو جوړ او په  الماسو کې نيول شوى و- او همدارنګه نور ډېر جواهرات يې په مخکې پراته وو. ماتيلد څه شېبه د زرو دغه سمندر ته ځير شوه، خو يو يې هم پر بل غوره نه شواى ګڼلاى، ځکه هغوى ټول ښکلي، ګران بيه، په زړه پورې او ځلېدونکي وو. ناڅاپه يې پر يوې تورې جابې سترګې ونښتې. هغه يې په بيړه پرانيسته، د الماسو د يوه غټ امېل په ليدو يې سترګې وځلېدې، زړه يې له ډېره شوقه ورته ويلي-ويلي شو.
د هغه د وراخيستو پر مهال يې لاسونه خوراسخت رېږدېدل. په ډېرې خوښۍ يې په غاړه کړ او  ويې ويل:
– دغه يو اخيستلى شم؟
فروستير ځواب ورکړ:
– ولې نه ګرانې ماتيلد، بالکل يې اخيستلى شې!
ماتيلد په يوه لېوني انداز ځان د خپلې پخوانۍ ملګرې په غېږ کې ورواچاوه او د مچو باران يې ورباندې پيل کړ. شېبه وروسته له قېمتي زرو سره – چې امانت يې اخيستي وو- کور ته ستنه شوه.
× × × × ×
آخر د جشن شپه راورسېده. ماتيلد په دې شپه له يوه بېساري بري سره مخ شوه، تر ټولو ښکلې وه او تر ټولو يې ښې جامې اغوستې وې. د هغې په زړه  پورو اداوو او هوسناکو اندامونو د ټولو ځوانانو زړونه وړي وو.
يوه د خوښۍ او غرور موسکا يې پر شونډو خوره وه او د ځوانانو په منځ کې به د ښکلي طاووس په څېر په مکېزونو روانه وه. ټولو ځوانانو ورسره په پېژندلو کې له يوه-بل څخه وړاندېوالى کاوه او په قدمونو کې يې خپل سرونه ورايښوول، تر دې چې د ښاغلي وزير به هم تل يوازې دې ته پام و او له څنګه به يې نه ليري کېدى. ماتيلد د دې ناڅاپي برياليتوب له امله مسته شوې وه، بېخاره يې څښل او له ښايسته اندامه ښکلو ځوانانو سره نڅېدله. هغې اوس خپل ټول دردونه او غمونه هېر کړي وو، نور يې په هېڅ شي کې هم فکر نه کاوه.
لکه نېکمرغۍ او خوښۍ چې يې پر څېرې سيورى غوړولى و، د ځوانانو ستاينو، غلاميو او د هغوى له غوښتنو ډکو مينه ناکو کتو يې مړې او ورکې هيلې بيا ورژوندۍ کړې وې. په خپل ټول ژوند کې يې داسې له خوښۍ او خونده ډکې شېبې نه وې يادې.
نژدې د سهار پر څلورو بجو يې له خپل خاوند سره يو ځاى مېلمستيا پرېښوده. له سالونه  د وتلو پر مهال بېخي ډېره ناآرامه اوتلولۍ وه؛ وېرېدله چې د قېمتي  جامو لرونکو ښځو تر سترګو نه شي او په ونه پوهېږي، چې دومره کيسه نه لري … او له رازه يې پرده پورته نه شي.
خاوند يې په چټکۍ ورپسې منډې وهلې او په بيا-بيا يې ورته ويل:
– ماتيلد، ساړه دې وهي، پرېږده چې يوه بګۍ راوګرځوم!
خو هغې د خاوند په خبرو کې رى لا نه واهه، دوې زينې يې په يوه ګام وهلې او په ګړنديو قدمونو يې له هغه ځايه د ليري کېدو هڅه کوله. کله چې له واټه په ښه بشپړه توګه ووتل، نو ودرېدل چې يوه بګۍ ومومي. خو بريالي نه شول، آخر په ناآرامۍ د (سن) سيند پر لوري لاړل.
يوه ډېره چټله درېيمه درجه بګۍ يې وموندله  او پکې سپاره شول. دا يوه له هغو بګيو څخه وه، چې يوازې د شپې په وروستيو شېبو کې په پاريس ښار کې موندل کېدلاى شي. البته که ورځ واى، هېڅکله پکې نه سپرېدل، خو د شپې هغه مهال اړ وو، بله چاره يې نه درلوده. بګۍ هم دوى د خپل بد ډوله کور مخې ته -چې په (مارتير) کوڅه کې پروت و- پلي کړل. د ماتيلد د نېکمرغۍ ژرتېرېدونکې شېبې نور پاى ته رسېدلې وې.
ماتيلد د سينګار په وړوکې کوټه کې خپل استعمالي بالاپوښ له اوږو ايسته کړ او د هيندارې پر لوري لاړه، چې د هغې شپې خواږه خوبونه يو ځل بيا د خپل ښکلي بدن په تصوير کې وويني. خو ناڅاپه يې په وحشت چېغه کړه؛ امېل يې نه و په غاړه!
خاوند يې په منډه ورغى. د ماتيلد سترګې رډې-رډې راوتلې وې او په بنده-بنده ژبه يې وويل:
– د آغلې … د آغلې … فروستير … امېل … راڅخه ورک شوى دى!
خاوند يې -چې تر هغې هم سخت ډارېدلى و- په لړزاند ږغ وويل:
– څه شي؟!! د الماسو امېل دې ورک کړى دى؟!
او بيا په خورا نهيلۍ، وېرې او ناآرامۍ د امېل په لټه شول. ټولې کوټې، المارۍ او د جامو ټول جېبونه يې وپلټل، تر دې چې د کور دالېز يې تر واټ پورې په خورا غور وپلټى، خو د امېل درک نه و! دواړه سخت ناآرام او خواشيني وو، د يو-بل په وړاندې کښېناستل او يوې دردوونکې چوپتيا په غېږ کې واخيستل. آخر د ماتيلد خاوند اوچت شو او ويې ويل:
– تر څو چې لا ناوخته شوى نه وي، بايد هغه لار وپلټم چې پرې راغلي يو!
او بيا په منډه له کوره ووت. ماتيلد په هماغو جامو کې پر ځاى کښېناسته، ټول بدن يې لړزېدى او اعصابو يې بېخي کار پرې ايښى و. ډېر ژر يې د تېرې شپې مزې او خوښۍ هېرې کړې.
خاوند يې سهار پر اوو بجو راغى، خو څه يې نه وو موندلي. بله ورځ د ښار قوماندانۍ ته لاړل، خو د امېل هېڅ درک ونه لګېد. ماتيلد لېونوغوندې په يوه ګوښه کې ناسته وه، سترګې يې يوه ناڅرګند ټکي ته ځير کړې وې. سبا شپه يې مېړه په رنګ الوتې څېره او لوېدلو سترګو کورته راغى، خو هېڅ پايلې ته نه و رسېدلى. د ناچارۍ له امله يې ماتيلد ته وويل:
– ډېر ژر آغلې فروستير ته يو ليک ولېږه او يادونه پکې وکړه، چې امېل يې لږ څه مات شوى دى، بايد د رغېدو لپاره څه موده  زموږ سره وي … او بيا به وګورو چې څه پېښېږي.
ماتيلد هم هماغسي ليک وليکى لکه څنګه چې يې خاوند ورته ويلي و او بيا يې خپلې ملګرې (فروستير) ته واستاوه. د اوونۍ په پاى کې ټولې هيلې له منځه لاړې او ټول ورونه ورباندې وتړل شول. ماتيلد په هغو پينځو ورځو کې د پينځو کلونو غوندې زړه شوې وه. بله ورځ يې د امېل جابه له ځان سره واخيسته او د زرګرۍ دوکانونو ته لاړل. د مغازې څښتن په خپلوکتابچو کې وکتل او ويې ويل:
– جابه خو يې زما څخه رانيولې ده، مګر په امېل يې نه يم خبر، ښايي په کوم بل ځاى کې يې اخيستى وي.
له سهاره دغه بدمرغه خاوند او مېرمن له يوې مغازې څخه وتل او په بلې ننوتل. آخر يې په داسې حال کې، چې دې ملاماتوونکې ضربې له پښو غورځولي وو د ( پاله روايال) سيمې په يوه زرپلورنځي کې د هغه په شان يو امېل وموند. بيه يې څلوېښت زره فرانکه وه، خو څښتن يې آخر په شپږ دېرش زره راضي شو. له هغه څخه يې ژمنه واخيسته چې تر درېيو ورځو پورې امېل ونه پلوري.
د ماتيلد د خاوند ټوله شتمنې اتلس زره فرانکه وه، چې له پلاره يې په ميراث وړې وه. نو د امېل لپاره نورې پاتې پيسې يې بايد پورولاى. د بلې ورځې په سهار رهي شول چې پور و دار وکړي، زر فرانکه له يوه دوسته او پينځه سوه له بله، سل دلته او دوه سوه هلته. تر دې چې له سوداګرو يې په خورا درنو سودونو پيسې واخيستې او په دې ډول يې خپل پاتې ژوند د دغو ملاماتوونکو پورونو په بدل کې  په ګرو ورکړ.
مېرمن او خاوند خواران د دې ورباندې نازلې شوې بلا له امله سخت ځورېدل. خپل راتلونکى ورته خورا توپاني او وحشتناک ښکارېدى. درې ورځې وروسته د ( پاله روايال) سيمې زرپلورنځي ته لاړل، شپږدېرش زره فرانکه يې پر مېز کښېښوول او امېل يې ځنې رانيوى. دا په داسې حال کې، چې د دغه پور د اداينې لپاره يې حتى د لسو فرانکو د تر لاسه کولو ځاى هم نه درلود. امېل چې يې کله د خپلې ملګرې آغلې فروستير کور ته يووړ، نو هغې د ګيلې په ډول ورته وويل:
– دا خو دې بايد ډېر مخکې راوړى واى، ما درته ويلي وو چې په کار مې دى!
ماتيلد زر ځله بخښنه وغوښته. له هغه ځايه راووتله او په داسې حال کې چې د نهيلۍ او مايوسۍ وېروونکو منګولو يې ستونى سخت خفه کاوه بېرته خپل کور ته راغله. له هماغې لومړۍ شېبې څخه يې خپله  ونډه په ډېرې مېړانې ادا کړه، ډېر ژر يې خپله ځوانه نوکره پسې واخيسته او د کور ټول کارونه يې پر خپله غاړه واخيستل. کور يې هم بدل کړ او د چادري چت يوه کوټه يې کرايه کړه. ماتيلد په  هغو نازکو لاسونو او هغه د ګلپاڼې په شان نازک بدن د کور ټول درانه کارونه يوازې کول، خواړه يې پخول، لوښې او جامې به يې پرېوللې، د کچرو درانه لوښې به يې هره ورځ په زينو کې کښته کول او د اوبو غټ-غټ ستلونه به يې راپورته کول. په زينو کې به په وارو-وارو ستړې کېده، پښې به يې بې سيکه کېدې. سهار-سهار به يې په ډېرو بدرنګو او زړو جامو ټوکرۍ اخيسته، په  سودا کولو پسې به له کوره بهر وتله. د سوداپر وخت به يې د يوې نيمکې حساب هم کاوه، ټول بارونه به يې پخپله يوازې راخېژول. هره مياشت به يې د پور يوه برخه ادا کوله، خو په هغې پسې به سمدستي د پور د بلې برخې منحوسه او وېروونکې څېره راڅرګندېدله. د ماتيلد خاوند هم د شپې کوم ځاى کار نيولى و، تر نيمو شپو به يې په کارځاى کې کار کاوه او د حساب پر هرې پاڼې به يې دوه سينټه اخيستل.
او دغه نه زغمېدونکى او دردوونکى ژوند لس کاله اوږد شو. د لسو کلونو په پاى کې ټول پورونه اداشوي وو. خو ماتيلد له يوې سپين سرې پرته نور څه نه وه، د کارګرو ښځو غوندې ډبل اندامې او هډوره شوې وه، وېښتان يې کلک-کلک شوي وو، ږغ يې هم ډبل شوى  و. نور هغه د ښاپېرۍ په څېر خيالي جسم او نازک اندامونه هېڅ نه وو ورپاتې. د ماتيلد اوږې د شپې او ورځې تر لس کلن ځور  وروسته څه ناڅه سپکې شوې وې او په ورځ  کې به يې وخت-ناوخته د پاريس ښار خوا ته د پرانيستې کړکۍ تر څنګ د کښېناستو فُرصت مونده او د هغې ښکلې شپې يادونه به يې وريادول. هغې يو ځل بيا د ځوانانو ستاينې اورېدې او خپل له غروره ډک برى او خوند به يې په ذهن کې ورګرځېده.
فکر يې کاوه څومره به ښه واى، چې په هغه شپه د آغلې فروستير امېل نه واى ورک شوى.
په رښتيا، څومره عجيبه نړۍ ده! هېڅوک يې د پېژندلو توان نه لري، دا څه مصيبت دى چې د ژوند نوم يې ورباندې ايښى دى! په دې سر تر پايه د محروميت په نړۍ کې مو نېکمرغۍ او بدمرغۍ په څومره وړو-وړو شيانو پورې تړلې دي! څومره کوچنۍ پېښې مو د بريالي ژوند د ورانۍ لامل ګرځي!
يوه د يکشنبې ورځ وه، ماتيلد د لومړي ځل لپاره له کوره دباندې وتلې وه چې څه آزاده هوا واخلي. خو ناڅاپه يې په (شانزه ليزه) واټ کې مېرمن فروستير وليده، چې ښکلې جامې يې اغوستې دي، د يوه ماشوم لاس يې په لاس کې نيولى دى او ورو-ورو قدم وهي. يوه دروني او مرموز حس اړه کړه، چې خپلې دې پخوانۍ ملګرې ته ټول حال ووايي او په هر څه يې خبره کړي. په ډېر جوش او لېوالتيا وړاندې لاړه او مېرمن فروستير ته يې سلام واچاوه.
خو هغې په حيرانۍ وروکتل اوويې ويل:
– آغلې، فکر کوم تېروتلې ياست، ځکه زه مونه پېژنم!
ماتيلد وويل:
– فروستير، زه ماتيلد يم، ستا پخوانۍ ملګرې!
د فروستير خوله له حيرانۍ څخه وازه پاتې شوه، هېڅ يې باور نه کېدى چې هغه ښکلې ښاپېرۍ دې په دومره لنډه موده کې داسې پټوخه او بدرنګه شوې وې. په حيرانۍ يې وويل:
– ماتيلد، دا ولې؟! دا په څه حال شوې يې؟!
ماتيلد يو سوړ اسوېلى وايست اوويې ويل:
– ژوند راسره يوه وېروونکې ټوکه وکړه، په دې دومره موده کې مې ډېرې نه زغمېدونکې ستونزې وګاللې او ټولې مې ستا له وجې وګاللې!
مېرمن فروستير -چې د خبرو په مطلب يې نه وه پوهېدلې- وپوښتل:
– زما له وجې؟! زماپه وجه دې ستونزې وګاللې؟!!
ماتيلد خپلو خبرو ته ادامه ور کړه او ويې ويل:
– هو، ستا له وجې! ياد دې دي چې يو وخت مې د الماسو يو امېل درڅخه واخيست؟ ستا هغه امېل د مېلمستيا په شپه راڅخه ورک شو!
– خو تاسو بېرته راووړ.
– کوم امېل چې مې دروړ، هغه ستا نه و، مازې د هغه غوندې و، په څلوېښت زره فرانکه مې درته اخيستى و. په دې ټولو لسو کلونو کې مې د هغه امېل پورونه ادا کول. پوهېږې چې زموږ  غوندې غريبې او تشلاسې کورنۍ لپاره د څلوېښت زره فرانکو برابرول څومره ستونزمن کار دى؟! خو نن ورځ له دې هر څه سره-سره بيا هم خوښه يم، چې نور مې پر غاړه کوم پور-مور نشته!
مېرمن فروستير وويل:
– ماتيلد، تا زما لپاره د الماسو امېل واخيست؟!
ماتيلد په يوې معصومې موسکا ځواب ورکړ:
– هو فروستير، او دا امېل دومره ستا هغه ته ورته و، چې هېڅ دې ونه پېژانده!
مېرمن فروستير په داسې حال کې -چې سترګې يې له اوښکو ډکې وې او ډېره خواشينې شوې وه- د ماتيلد لاسونه په خپلو لاسونو کې ونيول او ويې ويل:
– ماتيلد، خوارې ماتيلد! زما هغه امېل بدل و او تر پينځه سوه فرانکه يې زيات ارزښت نه درلود!
پاى