کور / کیسه / ګل څانګه

ګل څانګه

لنډه کیسه


میرمن ګل څانګه په یوه غریبه کورنۍ کې دې دنیا ته سترګې غړولي، دا دهلمند ولایت دشمالي ولسوالی وه هلته رالويه شوې وه،  ما څانګه هغه وخت ولیده چې د غمونو په بستر  کې  پرته وه او ماته یی خپله  کسه پيل کړه:
 
څانګی وویل کاشکې زه دې بدبختې دنیا ته نه وای راغلې، زه نه پوهیدلم چې زه به د دغومره غمونو سره رالويه شم، کله چې زه وړوکې  وم په سیمه  کې  هم موږ ارام نه درلود او ځغاستی زموږ په نصیب وې  دا وایی هغه وخت مو خوند ترې اخیستى، ځکه زموږ کورنی او ګاونډیان به ټوله بلې خوا ته تلواو مزله به راته خوند راکاوه، ما به داسی فکر کاوه چې یو واده ته روان یو خو ولې د مور او پلار په زړه نه وم خبره چې پر دوی څه تیریږي، ځکه څاروی او دکور هر څه به پاته شول یوازی هغه څه به راسره وه چې يوازې ځان ورباندی ژوندی وساتو.
 
څانګه وایی موږ به لا له وړاندی خبریدو چې قوه راغله یا به دا ویل  کې ده چې شورویان راغلل نو به سمدستی د خپلې مېنې څخه وتلو او داسی سیمی ته تللو چې هلته د دې وېره نه وه چې وبه وژل شو، خو په همدی وختونو  کې  رالويه شوم او بالاخره پلار ورکړم په دې وخت  کې  چې پلار ورکړم لا په سیمه  کې  طالبانو شتون درلودی .
 
څانګه وایي کله چې د مېړه کور ته لاړم نو  د کور بوختیا راپه غاړه شوه زما یوه بوډۍ خواښې او په سترګو ړوند خسر راسره و، زه ډیره ورباندی ګرانه هم وم او دکور دټول راټول مشري هم زما پر غاړه وه میړه به می سهار ووتی په کرونده  کې  به لګیا و او زه به همدلته په کور کې  لګیا وم دلته زه ډیره خوښه وم هر څه می په خپله خوښه کول او هر کار به راته ډیر خوند راکاوه .
 
داسی وخت راورسیدی چې کلی ته مو امریکایان راغلل او دلته نژدی زموږ دکور سره یی یوه پوسته جوړه کړه خو کله چې دوی پوسته جوړه کړه میړه می سخت پریشانه شو او دا یی راته ویل چې میرمنی ځه چې ځو بلی خوا ته، خو زما زړه نه  کې دی ځکه په خپل دغه خټین کور خوشحاله وم او تل به می دا ورته ویل چې بل ځای هم همدا حال دی او که لښکر ګاه ته ولاړ شو هلته خپله مېنه نه لرو نو به چېری واړو زما غیرت دا نه منی چې هلته دفقر جامی ته واغوندی خو دی هم لږ نرم شو او دا به یی ویل چې خدای دی خیر  کړي.
 
څانګه وایی ما په همدی وخت  کې  درې ماشومان درلودل چې یوه لور دوه زامن وه تن کې  تن کې  ماشومان وه پرپلار باندی ډیر ګران وه مشر اولاد می زوی وه او دلته د دی شوی وه چې خپل پلار ته دباندی کروندی ته چای او ډوډی وروړی .
 
دلوی اختر ورځی رانژدی وی فقط دوی ورځی ورته پاته وې غرمه وه چې میړه می له کروندی څخه راغی او دا یی راته وویل چې ښځی یو څه پیسی راکړه چې د اختر لپاره لږه وچه میوه او تاسو ته چپلکې، بنګړی غوږوالی او اولادوته هم داختر شیان واخلم خو ما ورباندی ټینګار وکړ چې ته یی اوس پریږده غرمه ده سهار به د ورځی د سره ولاړ شی اوس ته ستړی یی لږ دمه وکړه.
 
 د ده زما خبره خوښه شوه او دخپلو اولادو سره په خونه  کې  په لوبو بوخت شو خسر می په خپله خونه  کې  و اوخواښی مې د ګاونډیو کره تللی وه، زه دباندی دلوښو په پریولو پوخته وم کله چې می لوښی پریولل دالوتکو ږغ می تر غوږ شو خو ما خپل فکر په کې  بند نه کړ ځکه دا الوتکې  هره ورځ تیریدلی ور سره عادی وم .
 
کله چې د خونو خوا ته روانه شوم او خونو ته نژدی شوم یو لوی درب می تر غوږ شو اوبیا په ځان نه یم پوهه شوې، یو وخت می سترګی خلاصی شوی چې ګورم کور می ټوله سره پاشلی پورت دی او همداسی ورولاړه شوم چېغی می کړی خو زما چېغی چا نه اوریدلی ما ګومان کاوه چې ټول هغه کورونه چې نیژدی وه هغه به هم اوار شوی وی خو زه دخپل اولادو خوا ته وروخوځېدم، چې ومې کتل یوه لوراو یو زوی می بل لوری ته مړه پراته وه او خاوند او یو زوی بل طرف ته مړه پراته وه د خاوند تر سینی لاندی می زوی مړ و کله چې می دا حالت ولیدی زه نوره په ځان نه یم پوشوی .
 
یو وخت چې می سترګی خلاصی کړی ګورم چې د امریکایانو په روغتون  کې  پرته وم هیڅوک نه وه راسره خو څو ورځی وروسته یې د لښکرګاه روغتون ته راوړم دلته می ورور مور راته راغله او د وطن ټوله  کيسه یی راته وکړه چې خوری تاته نورڅوک  نه دی پاته یوا زی دی خواښی پاته ده .
 
دهمدی خبری داوریدو سره می په سر درد سوه او همدا درد زما څخه نه لیری  کېږی او دا وایم چې نور دی خدای ماته ژوند نه راکوی .
نوټ : ملګرو کیسه ولولی او بیا خپل نظر په همدی پته راواستوی aziz.shafee@gmail.com