کور / تازه خبرونه / وحیدعمر: هيڅ هیواد اجازه نلري، چی د انتخاباتو ستونزه هواره کړی

وحیدعمر: هيڅ هیواد اجازه نلري، چی د انتخاباتو ستونزه هواره کړی

افغان حکومت له ملګرو ملتونو او نورو بهرنیو ادارو څخه د ځآنګړې محکمې په پریکړه کې د مداخلې غوښتنه د قانون په خلاف وبلله.
د ولسمشر کرزي ویاند وحید عمر، چې د دوشنبی په ورځ یی په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې دوی به هیڅ یوې ادارې ته دداسې مداخلې کولو اجازه ورنکړي.
(( موږ فکر کوو چي دا قضه د افغانستان داخلی قضیه ده،نو پدی اړه زموږ په قانونو، او صلاحیتونو کي ددی ستونزی د هواری لپاره د حل لاره شته.))

د افغان ولسمشر ویاند دا څرګندونې پداسې حال کې کړي، چې د ولسي جرګې غړي د ځآنګړې محکمې د پریکړې د مخنیوي لپاره تراوسه پورې په کابل کې د ملګرو ملتونو او د اروپایی ټولنې له استازو سره پدې اړه خبرې کړي.
د ځآنګړې محکمې د پریکړې له مخې د ولسي جرګې دوه شپیته برحاله غړي وکالت له حقه محروم شوي دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هم د جرګې غړو ته سپارښتنه کړې، چې د هیواد د اساسي قانون په رڼا کې دې دا مسئله تعقیب کړي.