پاکستان ولي په افغانستان توغندی اوروي؟

اسدالله زړه سواند | جون 28th, 2011


د ختیځو ولایتونو سیمه ایز چارواکي وایی، چي تیره شپه بیا هم د پاکستان پوځ په ختیځو ولایتونو،پنځه دیرش توغندی ویشتی ، چی شلو ملکی وګړو ته یی مرګ ژوبله اړولي.

د افغانستان دختیځو سیمو دسرحدي پوليسو قوماندان جنرال امين الله امرخېل د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل چي دغه توغندی د کونړولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کي د خلکو په کورونو لګیدلی دی.
نوموړي پاکستان تورن کړ، چی هځه کوي په خپلو دی ډول بریدونو سره د افغانستان له خیتځو لیری پرتو ولسوالیو خلک کډوالۍ ته اړ کړي،او په ځای یی پدی سیمو کي د نا امنیو لپاره پاکستانی طالبان ځاي په ځای کړي.

همدا راز ولسی جرګي پریکړه وکړه، چی نن( چهارشنبی) په ورځ به لوړپوړی امنیتی چارواکي او د بهرنیو چارو وزیر خپلی عمومی غونډي ته ور وغواړي، چي د پاکستان له خاوري د توغندیو د راویشتو علت روښانه او پدی اړه د خپلو اقداماتو معلومات ورکړي.

د پاکستان پوځ له تیرو دریو اونیو راهیسی، دافغانستان په یوشمیر ولایتونو توغندی ویشتي، چی ملکی وګړو ته یی د مالی زیان ترڅنګ ځانی زیانونه هم اړولی دی.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم پاکستان تورن کړ چې په تیرو درې اونیو کې یې د افغانستان پرختیځو ولایتونو ۴۷۰ توغندي ویشتي دي.
د جمهوري ریاست له خوا په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې کرزي د پاکستان امنیتي ځواکونه د دغو حملو مسول وبلل او ویې ویل چې دوی باید دغه حملې سمدستي ودروي.

Copyright Larawbar 2007-2024