کور / تازه خبرونه / د يوې نښتي په پايله کي دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د يوې نښتي په پايله کي دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت د موسى کلا ولسوالۍ د موسى زي په سيمه کي د وسله والو او حکومت تر منځ نښته سوې چي په پايله کي يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې .
د يادو مسئولينو په وينا چي يادو کسانو ته مرګ ژوبله هغه وخت واوښته چي کله يې په ياده سيمه کي د پوليسو پر يوه پوسته بريد وکړ .
مسئولين همدا ډول وايي چي په دې نښته کي دوه پوليس هم وژل سوي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .