کور / تازه خبرونه / پنځه امریکایی پوځیان ووژل سول

پنځه امریکایی پوځیان ووژل سول

پنتاګون خبر ورکوی چی طالبانو د جلا جلا حملو په ترڅ کی پنځه امریکایی پوځیان وژلي دي . دوه د اګسټ پر درېیمه په وردګ ولایت کی د ماین ښکار سول ، درېیم هم په هماغه ورځ په لوګر ولایت کی هغه مهال ووژل سو چی زرهپوش یې د وارخطایی څخه چپه سو ، او باالاخره دوه نور وړمه ورځ په پکتیا ولایت کی په مخامخ جنګ کی وویشتل سول .
په دې سره د اګسټ په روانو ۶ ورځو کی د امریکایانو تلفات یو دم ۷ ته ورسېدل .