کور / تازه خبرونه / د امريکا سفير وايې د ٩٠ لسيزي په شان به افغانستان ته شا نکړو

د امريکا سفير وايې د ٩٠ لسيزي په شان به افغانستان ته شا نکړو


په افغانستان کي د امريکا هيواد سفير راين کروکر چي تازه يې دنده پيل کړې له کابله بهر د لومړي ولايتي سفر په ترڅ کي نن له کندهار ولايت څخه ليدنه وکړه او دلته يې د امنيت، پرمختګ  او حکومتدارۍ چارو څخه له نژدې جاج واخست.


هغه لومړى له کندهار والي، د ولايتي شورا مرستيال او يو شمېر کليدي رئيسانوسره وکتل او د کندهار پر اوسني پرمختيايې، امنيتي او د حکومتدارۍ پر چارو يې ورسره هر اړخيزي خبري وکړې.


نوموړي په پيل کي د امريکا د خلکو په استازيتوب کندهار والي او د کندهار خلکو ته په دې ولايت کي د وروستيو ترورستي پيښو پرمهال د کندهار ولايتي شورا د رئېس او کندهار ښاروال د وژل کېدو په اړه خپل د تسليت مراتب وړاندي کړل او دايې د کندهار او ددې سيمي لپاره لويې ضايعې يادي کړې.


کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د امريکا له سفير سره د ليدني پرمهال لومړى هغه ته د نوي دندي مبارکي وويل او له هغه وروسته يې ورته په کندهار کي د هغو پرمختګونو يادونه وکړه چي په دې وروستيو کي د ګډو عملياتو او ګډو هڅو پرمهال  سوي دي. او پردې سربېره يې د خپلو اداري کارونو پر وړاندي زورواکان او قانون ماتوونکي د يوه ستر خنډ په توګه ياد کړل او له سفير څخه يې وغوښتل چي ددې کسانو پر ځاى محلي او سيمه ايزو قرارداديانو ته د قراردادونو په ورکولو سره د هغوى مالي سرچينې له منځه يوسي.


کندهار والي او د امريکا سفير دواړو له ليدني وروسته د کندهار د رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي په جوړه سوې مطبوعاتي غونډه کي ګډون وکړ او دواړو لوريو د سفر د اهدافو په اړه له خپله اړخه معلومات وړاندي کړل.


کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا وويل چي د امريکا له سفير سره يې د ليدني پرمهال له هغه غوښتنه کړې چي په دې ولايت کي بنسټيزو کارونو ته مخه کړي او د لنډمهاله هغو پر ځاى هغه پروژې چي د اوږدمهال لپاره وي پلي کړي ترڅو خلک ورڅخه اساسي ګټه پورته کړي.


والي زياته کړه چي کندهار د افغانستان د ملا تير دى او له دي خاطره اړينه ده چي دې ولايت ته د افغانستان د نورو ولايتونو په کچه زياته توجه وسي او اړتياوي يې درک سي.


په افغانستان کي د امريکا سفير راين کروکر په خبري غونډه کي د خپلو خبرو پرمهال وويل چي په افغانستان کي د امريکا د خلکو د استازي په توګه غواړي ووايې چي امريکا او متحدين به يې هغه غلطي چي په ١٩٨٩ او ١٩٩٠ کلونو کي د شوروي اتحاد د ځواکونو تر وتلو وروسته سوې وه بيا تکرار نکړي او تر ٢٠١٤ کال وروسته به هم چي نړيوال ځواکونه وزي خپلو مرستو ته دوام ورکړي.


هغه زياته کړه چي افغان ځواکونه ورځ تر بلي د پياوړتيا په حال کي دي او تر ٢٠١٤ پوري به په بشړ ډول ددې وړتيا ولري چي د مخالفينو سره هر ډول بريدونه او حملي شنډي کړي او مخ په مخه ورته ځواب ووايو.


لکه چي ټاکل سوې بهرني ځواکونه به په ٢٠١٤ کال کي له افغانستانه وزي خو دا په دۍ معنى نه ده چي نړيواله ټولنه به افغانستان ته شا اړوي او يوازي به يې پرېږدي بلکه له هغه وروسته به هم زموږ همکارۍ له يو بل سره دوام ولري.


نوموړي وويل چي امريکا او افغانستان دواړه ګډ اهداف لري او د همدې ګټو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره اوس مهال د دواړو هيوادونو ترمنځ د ستراژيک تړون پر لاسليکولو خبري رواني دي چي دا ټکى به د دواړو هيوادونو ترمنځ اوږدمهاله همکاري نوره هم قوي کړي.


د امريکا سفير همداراز زياته کړه چي دوى د بون او برلين کنفرانسونو ته ډېر په درنه سترګه ګوري او هيله مند دي چي په دې کنفرانس کي نړيوال متحدين له افغانستان سره د نورو زياتو مرستو ژمنه هم وکړي.