کور / تازه خبرونه / دوه امریکایی پوځیان ووژل سول

دوه امریکایی پوځیان ووژل سول

پنتاګون او « اِن . جې » امریکایی خبری شبکه راپور ورکوی چی طالبانو د جلا جلا حملو په ترڅ کی دوه امریکایی پوځیان ووژل . لومړنی پرون ووژل سو ( خو د پیښی ځای یې نه دی ښودلی ) او دوهم چی مرین پوځي دﺉ ، درې ورځی مخکی په هلمند ولایت کی وژل سوی و خو اعلان یې نن وسو .
په دې سره د اګسټ په ۹ ورځو کی د امریکایانو تلفات ۴۲ ته ورسېدل .