کندز : ٨ تنه د بېلابېلو جرمو په تور نيول شوي
16
د کندوز ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په اړونده سيمو کي يې ٨ تنه د بېلابېلو جرمو په تور نيولي .
د چارواکو په وينا چي په يادو ٨ تنو کي يې پنځه ته د قاچاق او نشيي توکو د لېږد په تور نيولي او ٣ تنه يې په دې ولايت کي په بېلابېلو سيمو کي د ماينو د ښخولو په تور نيولي .
چارواکي همدا ډول زياتوي چي د يادو کسانو سره يې يوه کچه تارياک ، نشيي توکي او يو شمېر وسلې هم نيولي .