کور / تازه خبرونه / درې خارجی عسکر ووژل سول

درې خارجی عسکر ووژل سول

فرانس پریس آژانس ، پنتاګون او ناټو خبر ورکوی چی طالبانو د جلا جلا حملو په ترڅ کی درې بهرني پوځیان ووژل . لومړنی چی فرانسوﺉ دی ، پرون په کاپیسا کی ماین والوزاوه ، دوهم چی امریکایی مرین پوځي دﺉ وړمه ورځ په هلمند کی ووژل سو او درېیم چی هویت یې تر اوسه اعلان سوی نه دی همدا نن د هېواد په جنوب کی د ماین ښکار سو .
په دې سره د اګسټ په روانو ۱۲ ورځو کی د بهرنیو پوځیانو تلفات ۵۶ ته ورسېدل .
بلخوا فرانس پریس زیاتوی چی پروني پنځه وژل سوي خارجی پوځیان ټول امریکایان وو چی په جنوب کی ماین الوزولي وو .