کور / تازه خبرونه / د القاعده شبکې د يو لوړپوړى کس د وژلو خبر ورکړل سو

د القاعده شبکې د يو لوړپوړى کس د وژلو خبر ورکړل سو

امريکايي چارواکي وايي چي په شمالي وزيرستان کي يې د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي د القاعده شبکې يو جګپوړى غړى عطيه عبدالرحمن وژلى .
د چارواکو په وينا چي ياد کس شاوخوا ٨ ورځي مخکي وژل شوى .
عطيه عبدالرحمن د امريکا لپاره په پاکستان او ا فغانستان کي يو له هغو پنځومطرحو کسانو څخه ؤ.
د يادوني وړ ده چي د امريکايي چارواکو د دې ادعا په اړه تر اوسه نه القاعده شبکې او نه هم شه شمالي وزيرستان کي وسله والو طالبانو څه ويلي دي .