کور / تازه خبرونه / د امریکا ۶۰ بلیونه ډالره ورک او ضایع سوي دي

د امریکا ۶۰ بلیونه ډالره ورک او ضایع سوي دي

اسوشیټیډ پریس او اې بی سی خبری شبکې راپور ورکوی چی په عراق او افغانستان کی د تیر لس کلن جنګ پر مهال د امریکا ۶۰ بلیونه ډالره ضایع ، ورک او غبن سوي دي . راپور وایی چی دا ستر مبلغ د قراردادیانو ، غلطو پلانونو او فساد په منګلو کی ورک سوﺉ دی .
امریکا په عراق او افغانستان کی څه باندی یو ټریلیون ( یعنی یو زر بلیونه ) ډالره مصرف کړی دي چی د دې جملې څخه یې ۶۰ بلیونه ډالره له حسابه ورک سوي دي او دا بله ستره ضربه ده چی امریکا ورسره مخامخ کیږی .