کور / تازه خبرونه / معترض کاندیدان: موږ د خلکو تر پښو لاندی شوی حق غواړو

معترض کاندیدان: موږ د خلکو تر پښو لاندی شوی حق غواړو

په میدان وردګو ولایت کی د معترضه کاندیدانو او سلګونه پلویانو مظاهره پای ته ورسیده او ټاکل شوی چی سبا کابل ښار ته راشی.

د معترضه کاندیدانو په استازیتوب داود سلطانزوی ازادی راډیو ته وویل، چی اوسمهال دوی له امنیتی ځواکونو سره په تماس کی دی،څو د سبا لپاره ددوی دمظاهری لپاره امنیتی تدابیر ونیسی.

ښاغلی سلطانزوی وایی چی له دوی سره پدی لاریون کی پنځه زره خلک ګډون کړي او د ځانګړي محکمي د پریکړی د پلی کولو غوښتنه یی کوله.

نوموړی وایی، چی ټاکل شوی په راتلونکی خپل لاریونونه نورو ولایتونو ته هم وغځوي.