کور / تازه خبرونه / هلمند: شپږ وسله وال مخالفین نیول شوی

هلمند: شپږ وسله وال مخالفین نیول شوی

د هلمند ولایت چارواکی وایی، په هلمند کي یی د وسله والو مخالفینو شپږ مهم غړی نیولی دی.
د هلمند مقام د مطبوعاتو لخوا په خپره شوی اعلامیه کی راغلي، چی دا کسان د ملی امنیت د کار کوونکولخوا په تیرو څو ورځو د لښکرګا ښار په اړوند سیموکی نیولی او تر تحقیق لاندی وو.
په نیول شویو کسانو کي ملامطيع الله،حبيب الرحمن اوملاذكريا په لښكرگاه كې د تروريستي بريدونومسؤلين وو، دوى د نوزاد ولسوالى اصلي اوسيدونكي اودا مهال د لښكرگاه په صافيانوكې هستوگن وو.
دغه نیول شویو کسانو په خپلو لومړیو اعترافونو کی په لښكرگاه كې د پي آرټي د افغان ساتونكي اويوتن د ملي امنيت د كاركوونكي د وژلومسؤليت يې هم منلى دى.