کور / تازه خبرونه / څلور بهرني پوځیان ووژل سول

څلور بهرني پوځیان ووژل سول

ناټو لیکی چی نن د هېواد په جنوب کی د ماین چاودنی دوه بهرني پوځیان ووژل . ناټو زیاتوی چی پرون د هېواد په شمال ختیځ کی طالبانو یو خارجی عسکر په مخامخ جنګ کی وویشت چی وروسته مړ سو . خو د فرانسې د جمهوری ریاست اعلامیه وایی چی هغه فرانسوﺉ عسکر و چی طالبانو په تګاب کی وویشت .
بلخوا ، پنتاګون خبر ورکوی چی یو امریکایی عسکر په جرمنی کی د امریکا په نظامی روغتون کی د هغو ټپونو څخه مړ سو چی لس ورځی مخکی په کندهار کی د ماین چاودلو له امله ور اوښتي وو .
په دې سره د سپټمبر په روانو ۸ ورځو کی د بهرنیو په ځیانو تلفات ۸ ته ورسېدل .