کور / کیسه / ساقی

ساقی

شراب خانې ته په داسي اعتماد ننوتم لکه چه ځه د دی ځائي پخوانی ګاهک يم ـ لا د زور بزنس وخت نه وه ـ يو دوه کسان ناست وؤ ـ ما زړه کښي ځان سره اوی چه ډير په ښه وخت راغلم ـ ما ګنړه ګوره نه خوښوله ـ دَ هالی وؤډ ايکټرانو پشان د کاؤنټر مخی ته په هغی اوچت سټول باندی کوږ غوندی کيناستلم او مخ مي بلی ډ ډی ته داسی واړؤ لکه چه دلته ډير په قلاره د ناستی عادت يم ـ يوه کار کونکی زنانه د شاته ور نه کاؤنټر ته ځما خواله له راغله او په تپوس شوه-
May I help you sir
( ستاسو څه خدمت اوکړم)
او چه ما مخ د هغی پله اوګرزؤ نو ځما په ليدو لکه چه هغه د بجلئي جټکی او وهله ـ
“ تاسو دلته سر؟ ”
او د هغی په ليدو مي آواز په مرئي کښي اونښت ـ


دلته په ټورا نټو ( کينيډا ) کښي يو لوئي جما ت وه ـ اوس خو پکښي بلا جماتونه دی ـ هغه وخت يو دوه وؤ- په دی ښار کښي اوسيدونکی مسلمانان به د جمعی مونز له دلته را ټوليد ل او د يو بل سره به ميل ملا پ، اشنائي او دوستی جوړيدله ـ دا جمات په دی ښار، او دی ماحول کښي حجره هم وه او د عبادت ځائی هم وه ـ د مونز نه پس به خلک بهر را اوتلو او جمات مخی ته په لان کښي به ګپ شپ د پاره ډير ساعت ولاړ وۀ ـ او هم دا ځائی وه چه نوی نوی خلکو سره به اشنائي او پيژنګلو جوړيدله


ځه چه دی وطن ته په مائګريشن راغلم نو په يو لا فرم (د وکيلانو کمپنئ) کښي نوکر شوم او ورسره مي د ټورانټو يونيورسټئ نه په لا (قانون) کښي د ماسټر ډګری هم مکمل کړه ـ بيا دری کاله پس هم په دی فرم کښي پارټنر شوم ـ او ځما کاروباری پوزيشن هم ډير ښه شو نو د خلکو سره ميل ملا پ هم ډير ضروری وؤ ـ ځما کوشش وه چه اوچته سوساټئي کښي خپل سرکل جوړ کړم ـ چه نه صرف ځما د سوشل ژوند د پاره مناسب وی ، د کاروبار د پاره هم فا ئيده مند وی
د جمات يو ډائريکټر سره مي اشنائي جوړه کړی وه او د هغه په ذريعه مي د ښه خلکو سره اشنائي پيداکوله ـ د جما ت دا ډائريکټړ د لبنان عربی وه ـ ابوالقا سم ئي نوم وه او د فرنيچر دوه غټ غټ سټورونه ئي وؤ ـ ښه موړ سړی وه ـ او د دی ځائی سيا ست کښي ئ هم عمل دخل لرلو ډيرو غټو غټو خلکو سره ئي ناسته ولاړه وه ـ کله کله به ئ د جمعی خطبه هم ورکوله ـ د اسلام باره کښي ئ ډير علم لرلو او ښه اوچت عالم ګنړلی شو ـ کله به په ټيليويژن که اسلامی پروګرام يا بحث مباحثه وه نو دی به پکښي شريک وه ـ د ده په ذريعه مي د اکبر خان، شجاعت علی،
ابو بکراو پيرسيد قربان علی شاه سره پيژنګلو شوی وه ـ او ځمونږ د شپږو کسانو د ګپ شپ يو ښه سرکل جوړ شوی وه ـ
اکبر خان د افغانستان نه راغلی وه ـ ښه سم کاروباری سړی وه ـ دَ قالينو هول سيل کاروبار کښي وه ـ قالينونه به ئي د ايران، افغانستان، پاکستان، او ترکی نه امپورټ کول ـ ډير لوئ وير هاؤس ئ وه او د سامان نه به هر وختی ډک وه ـ دغه د څلويښتو کالو په عمر به وه ـ ډير نيک او مونزګذاره سړی وه ـ هر وخت به ئی تسبيح په لاس کښي وی ـ جمات له به ئ بلا ډالری په چنده کښي ورکولی ـ د سکول نه پس ئ نور تعليم نه وه کړی خو جنرل نالج ئ ښه لرلو او د خبرو اترو ډير تيز وه چا به اندازه نشوه لګولی چه دی ډير تعليم يافته نه دی ـ
شجاعت علی د پاکستان سفارت خانی کښي لوړ افسر وه او د ټورنټو دفترمشر وه ـ په عمر دی هم د څلويښتو کالو به وه ـ ډير ګپی سړی وه ـ د شيعه فرقی وه ـ او د مذهب په معاملو کښي ئ خيالات ډير ښه او مناسب لرل ـ تعصب ئ بالکل نه لرلو ـ هغه وخت شيعانو جدا جمات نه لرلو ځمونږ سره به ئي په يو ځائی مونزاو اختر کولوـ هغه وخت دلته د ملانو پلټنی نه وی راغلی نو فرقه پرستی نه وه ـ ټول په ډير امن او رور ولئ اوسيد ل ـ
ابو بکر د سعودی عرب نه وه ـ ډاکټر وه ـ دلته د اعلا تعليم د پاره په سرکاری خرچ راغلی وه ـ د سعودی حکومت نه به ورته بلا پيسی ميلاؤيدی که دلته ئ کار کؤلی نو دومره ئ نشوی ګټلی ـ دلته د اوسيدو په غرض چي يو کورس به ئي ختم شو نو څه بل به ئ شروع کړو او په دی چل دی د شپږ اته کالو دلته ډيره وه ـ د پيسو کمی ورته نه وه ـ جما ت له به ئ هم د سعودی حکومت نه هر کال بلا پيسی راؤړلی ــ د مونز اودس ډير پابند وه خودَ نورو پشان به ئ اوږده مونزونه نه کول ـ ده به هم لکه د اکبر خان پشان هر وختی تسبيح په لاس کښي نيولی وی ځمونږ سره به ئ ټوقی ټقالی او ګپ هم لګولو او د تسبيح دانی به ئ هم شميرلی ـ وړه ګيره ئ لکه نورو سعوديانو پشان پريښی وه ـ ډير نيک او خدا ترس سړی وه ـ ځمونږ سرکل کښي ښه فِټ وه ـ
پير سيد قربان علی شاه د پنجاب د يو اوچتی پير خانی مشر وه ـ او هلته قومي اسمبلئ کښي ممبر هم وه په عمر دغه ځمونږ خواؤ شا کښي وه ـ ډير ګپی او خوش مزاجه طبيعت مالک وه ـ ډيری مزيداری ټوقی به ئ اورولی ـ په پنجاب کښي ئ بی شماره مريدان لرل ـ مريدان به ئ ديدار ته ترسيدل اوکه چا به ورسره يو ځل په ژوند کښي لاس ملاؤ کړو نو هغه مريد به ځان ډير خوش قسمته ګنړلو ـ چه اسمبلی به په سيشن کښي وه نو به ورله لاړو او بيا به واپس راغیـ وئيل به ئي چه پاکستان ګورنمنټ راله دومره ټی آی ډی ای او پيسی راکوی چه تاسو دلته ټول کال کښي نه شئ ګټلیـ ما ترِ يو ځل تپوس اوکړو چه ته اسمبلئ کښي څه کوی نو جواب ئ راکړو چه هغه مخی ته پروت ټيبل ډبؤم نور څه کؤم ـ بال بچ ئ دلته سا تلی وه چه دا ځائی سکولونو کښي تعليم ښه دی او مفت هم دی ـ په کال کښي به يوی هفتی نيمی له د عرس په وخت پاکستان ته تلو چه دغه هم د ګټی وخت وه ـ چه پاکستان ته به لاړو نو هر وخت به ئ تسبيح په لاس کښي ساتله ـ تر دی چه په اسمبلئ کښي به ناست وه او ميز به ئ ډبولو نو هم به ئ تسبيح د لاسه نه پريښوده ـ او چه دلته به راغی نو تسبيح به ئ په المارئ کښي بند کړه ـ وئيل به ئي چه کله کله خدائ له هم چټی ورکول پکار دی ـ هر وخت ئي تنګول نه دی ښه ـ
دا وطن اوس ځما د پاره پره دی نه وه ـ ځمونږ د دوستانو په کښي د ا يو ډير بی تکلفه ګروپ وه ورستو ياران دوستان رانه اوس ټول هير شوی وه ـ شروع شروع کښي چه يو ځل نيم وطن ته تلی ؤم نو چاله مي چي څه نه وؤ وړی نو هغوئ خو ياری په هغه وخت ختم کړه او که
چا له مي څه وړی وؤ نو هغوئ به تپوس اوکړو چه ښه بيا به کله راځی ـ او ځما د بل ځل راتلو پوری پخپله ځما ملاقات له بيا راښکاره نه شول ـ او دلته ځمونږ د يارانو دی ګروپ به په هر جمعه دَ مونزنه پس په ټم هارټن ريسټورانټ کښي ده يو دوه ګينټوناسته کوله ، ګپ شپ ، ټوقی ټقالی به موکولی او بلا کافی به مو سکله ـ او د دنيا په ښه بدو به مو بلا بحث اوکړو – او هر يو به ښه زړه تش کړو ـ
ځه دی ګروپ ته دَ ټولو نه ورستو راغلی ؤم ـ ځما نه سيوا د دی ټولو مخکښي نه د يو بل کره تلل راتلل وؤ ـ او کله کله به ئي پارټيانی هم کولی – دا ړومبی ځل وه چه ابوالقاسم صيب ما له، سره د بچو او ټبر خپل کور ته پارټئ کښي دعوت راکړو ـ مونږ ټول خوشحاله خوشحاله دغی پارټئي کښي شريک شولو ـ ډيره ښه درنه ډوډئي ئي کړی وه ـ بلا څيزونه په خوراک کښي وؤ چه مونږ ورسره بلد نه وؤ ـ خو ډيره مزه ئ اوکړه او مونږ ډير په شوق خوراک اوکړو ـ ماشومان خو ډير زيات خوشحاله وؤ چه نور ماشومان ئي لوبو له بيا موندل او اشنائي ورسره جوړه کړه ـ ځه په ډائننګ روم کښي لا په ټيبل ناست ؤم او زنانؤؤ ځه د ځان سره په خبرو مشغول کړی ؤم او پوهه هم نه شوم چه ټول نارينه چرته غيب شول ـ څه وخت چه ما محسوس کړه چه ځه يوازی د زنانوؤ په مجلس کښي ناست يم نو ما ايسته اورته اوکتل يو نارينه مي هم او نه ليدلو ـ ما وی ګنی دوئي ټول بهر ټم هارټن ته تلی دی او ځه ئي د زنانوؤ سره په خبرو مصروف پرښودلم ـ په دی کښي ځما مشره لورچه د لسو کالو وه، د مور خوا له لاړه او په غوږ کښي ئي ورته څه اوئيل ـ ټبر راته اشاره اوکړه چه پاسه ځو ـ ما ورته اوی چه ولی ستړی شوی ـ هغی بيا اوی ، پاسه چه زو- ما ورته اوی صبر اوکه چه نارينه راشی نو اجازت ترِ واخلو ـ نو هغی لږ په سخته اوی ـ استری بندول رانه هير شوی دی هسی نه چه څه نقصان اوشی ـ ځه بی زړه پاسيدم او د ابولقاسم صيب ټبر ته مي معذرت اوکړو او اجازت مي ترِ واخستلو او را اوتلو او په ټوله لار په موټر کښي غلی چپ کور ته راغلو ـ ده ټبر په دی حرکت راله ډيره غصه راغلی وه ـ آخر مي خله پرانستله ـ
“ د محفل څه آداب وی ـ ته دهيڅ خبری خيال نه ساتی ، چي څه دِ زړه له راشی هغه کوی ”
“ ته په څه پوهه نه شوی ؟ ”
“ څه مطلب، په څه پوهه نشوم ؟ ”
“ د لسو کالو لور دِ پوهه شوه او ته په څه پوهه نه شوی ؟ ”
“ په بوسو کښي اوبه ولی بيائي ـ سمه سپا خبره ولی نه کوی ”
“ ستا دغه دوستان په بله کمره کښي ناست وؤ سکل ئي ”
“ دا ته څه وائي ؟ ”
“ دی لور چي دِ څه ليدلی هغه درته وائيم ”
“ داسی نشی کيدی ـ وړه ده ـ خطا شوی به وی ”
“ پخپله ترِ تپوس اوکړه ”
ما لور ته غږ کړو“ دا مور دِ څه وائي؟ ”
“ رشتيا وائي کنه ”
“ ته څنګه پوهه شوی چي هغوئي سکل، بل څه لکه شربت ، کوک يا سيون اپ ئي نه سکل ؟ ”
“ ډيډی! ته تر اوسه د خپل غرونوکلی کښي اوسيږی ـ په هغی بوئن او ډډوزو خو بندۀ د لری نه پوهه شی ”
ځه چپ شوم ـ په خپلو بچو مي پوره يقين دی چي دوئي چری دروغ نه وائي او نه د ځانه په چا
هسی الزام لږوی ـ بل خوا دا ټول نيک، او مونزګزاره مسلمانان دی ،عالمان دی، خطبی ورکوی، خپل قيمتی وخت د جمات په خذمت کښي تيروی ـ نه! داسی نشی کيدی ـ لور مي د لسو کالو ماشومه ده ـ څه پوهيږی، خطا شوی ده ـ دی خبرو ځه ډير پريشانه کړم ـ ځه ئ لکه چه دوه ټوټی کړم ـ په کومه ټوټه يقين اوکړم ـ که تپوس کول غواړم نو د چا نه اوکړم ـ دا پنځه واړه هلته وؤ ـ ېو ځه پکښي نه ؤم ناست ـ دَ ځان نه تپوس کوم نو مازغه مي چنګ ونګ شی ـ که دی پنځؤ کښي دَ يو نه مي هم تپوس اوکړو نو راته به وائي چه خوب دِ اوليدلو که مازغه دِ بی ځايه شوی دی ـ نو څه جواب به ورکؤم ـ
ټوله هفته په دی غم کښي ورک پروت ؤم ـ کور مي هم دَ هر چا سره خبری بندی کړی وی ـ ټبر راته دری څلور ځله اوی چه ولی دِ ځان په پَرَدو غمونو غمژن کړی دی ـ ورک ئي که ـ خدائ له به هغوئ خپل جواب پخپله ورکوی ـ خو ځما دماغ دَ کرلو ريبلو نه قلاريدل ـ
آخر تر کومی! پنځلس شل ورځی پس مي دماغ لږ يخ شول ـ دا دوه جمعی د مونز د پاره جمات ته هم لا نه ړم ـ په دريمه جمعه لاړم ـ د مونز نه پس مي بهر په لان کښي د دی پنځه واړو سره مخه اولګيده ـ په تپوس شو چه څه چل وه ـ ښکاری بيمار شوی وی ـ رنګ دِ زيړ شوی دی ما ورته هم په مړی غوندی زړه اوی چه طبيعت مي لږ سم نه وه ـ او بيا دوئي اوی راځئ چه ټم هارټن کښي کينو ګپ شپ به هلته لګوؤ ـ يو زړه راته وی ورته وايه چه ستاسو منافقانو سره نوره ناسته ولاړه نشم کولی ، بل زړه راته وی چه نه، مخکښي ځان حقيقت ته خو اورسوه ـ بيا څه فيصله کوه ـ په ټم هارټن کښي څه ساعت ناستی نه پس ما ورته اوی ـ
“ ستاسو ټولو نه يو تپوس کؤم ـ دَ ابوالقاسم صيب کره د پارټئ په ورځ تاسو ځه د ښځو سره په خبرو پريښودم او پخپله په بله کمره کښي مو څه محفل ګرم کړی وه ؟ ”
ځما په دی تپوس ټول په خندا شول ـ پير صيب اوی“ مونږه ځکه د ځان سره شامل نه کړی چه
ستا کور والا تا سره وؤ ، هسی نه چه هغوئي بد اوګنړی او تاله کور کښي مصيبت جوړ نشی” ـ
اکبر خان اوی“ يار خپه کيږه مه ـ څه ورځو له ځما کره پارټی ده خو کور والا او بچی د مه راوله ـ ما ډير قيمتی او پخوانی مال جمع کړی دی – دومره به درباندی اوسکؤم چه ټولی ګلی به دِ هيری شی ”
شجاعت علی ورپسی اوی“ دا پټان سړی دی ـ چری ئي سکلی نه دی نو په آسانه به سکی هم نه، او که په سکلو راغی نو بيا ئي تاسو ودرولی نشئ ”
ابو بکر اوی“ ځه چه ورستی وطن ته لاړ شم نو شرابو ته په ډډه هډو نه ګورم ـ دلته د دوستانو محفل کښي لږ ډير زړه خوشحاله کړو ”
ابوالقاسم اوی“ د دی ځائی د خلکو پشان، سکل ځمونږ دَ ژوند حصه نه ده ـ خو هر وختی د ملاتوب نه د بنده زړه ستړی شی نو د فرار د پاره يو ګوټ دوه بد نه وی ”
په خپلو غوږومي يقين نه راتلو چه دا څه اؤرم ـ په ټول وجود مي اور بل وه – زړه راته وی ، پاڅه او چي څه د په خله راځی ورته واؤروه ـ خو هيڅ مي او نوی ـ راپاسيدم او مي ورته دومره اوی چه طبيعت مي سم نه دی ـ کورته ځم ـ
شجاعت علی راباندی آواز اوکړو“ ما نه وی، پټان سړی دی ـ ځمونږ دا خبری ئي خوښی نه شوی ”
ځه بهر رااوتم ـ خپل موټر کښي کيناستلم ـ اود شجا عت علی په خبرو لږ سوچ کښي پريوتم چه دی ولی د پټان په نوم طنز کوی ـ چه پټان سړی دی چری ئي سکلی نه دی ـ
“ دا دی يوازی داسی شرابی راغلی دی چه په پټانانو طنز کوی ـ (ځمونږ د پښتنو مازغه ځنی وخت اولټه شی ـ او دغه وخت ځما مازغه هم اولټه شوی وه) ـ صبر که ده ته به اوښائيم چه په سکلو کښي دی دَ پټان دَ بچی برابر هم نه دی ”-
يو کلو ميټر به تلی ؤم چه ده يو شراب خانی سائن مي په نظر شو ـ موټر مي پارکنګ لاټ ته دننه کړو ـ کوز شوم ترِ، د يری يری مي ايسته اورته اوکتل چه څوک راته ګوری خو نه ـ بيا مي زړه کښي د ځان سره اوی، دلته څوک چا ته ګوری ـ او شراب خانی ته په داسی اعتماد ننوتم لکه چه ځه د دی ځائي پخوانی ګاهک يم ـ لا د بزنس زور نه وه ـ يو دوه کسان ناست وؤ ما زړه کښي ځان سره اوی چه ډير په ښه وخت راغلم ـ ما ګنړه ګوره نه خوښوله ـ د هالی ووډ د ايکټرانو پشان د کاؤنټر مخی ته په هغی اوچت سټول باندی کوږ غوندی کيناستلم او مخ مي بلی ډ ډی ته داسی واړؤ لکه چه دلته ډير په قلاره د ناستی عادت يم ـ يوه کار کونکی زنانه د شاته ور نه کاؤنټر ته ځما خواله له راغله او په تپوس شوه ـ
(ستاسو څه خذمت اوکړم )“ May I help you sir!”
او چه ما مخ د هغی پله اوګرزؤ نو ځما په ليدو لکه چه هغه د بجلئي جټکی او وهله ـ “ تاسو دلته سر؟ ”
او د هغی په ليدو ځما آواز ځما مرئي کښي اونښتـ


دا مسز جيمز وه ځما کلائينټ ـ لږی ورځی مخکښي د دی د وراثت کيس ما اخستی وه ـ کيس لا په عدالت کښي وه خو تر ډير حده پوری دَ ګټی فيصلی ته نزدی وه ـ او مسز جيمزپه دی سلسله کښي يو څو ځله ځما آفس ته راغلی وه ـ او ځما سره ئي ښه پيژندګلو جوړه شوی وه ـ
خاوند ئي لږه موده شوی مړ وه ـ دوه ځامن او يوه لور ئي وه ـ يو ځل دی ځما نه تپوس کړی وه چه د شرابو باره کښي څه رائی لرم نو ما ورله جواب ورکړی وه
“ ګوره بی بی ځه مسلمان يم ـ شراب سکل خو يو خوا ، د شراب خانی په خوا تيريدل راته هم ګناه ښکاری ” ـ ـ ځه اوس پوهه شوم چه دی د خپل کار په باره کښي ځه خبرولم خو چه ځما په عقيده پوهه شوه نو بيا ئي چری په دغه ټا پک خبره نه وه چيړلی ـ او ځه هم د دی د کار باره کښي لا علم پاتی شوم ـ
ځه ئي د سټول نه پاسولم او شاته خپل آفس ته ئی بوتلم ـ راته ئی اووئيل چه اوس دلته په قلاره کينه ـ ښه يخ د کوک ګلاس ئ راوغوختلو ـ او بيا ځما نه په تپوس شوه
“کور کښي دِ ټول خير دی ؟ دَ بچو يا ټبر سره دِ په څه خبره اختلاف خو نه دی پيدا شوی ؟ ”
“ نه ـ کور ټول خير دی ”
“ نو بيا کومی جذبی شراب خانی ته راوستلی؟ ”
ما ورته ټوله قيصه د اول نه تر آخره پوری اوکړه ـ
“ ته خو ډير پوهه او تعليم يافته ئي ـ خو ډير ساده هم ئي ـ ساده بنديان د زړه نه ډير پاک او مخلص وی ـ او دا اخلاص د هغه لويه کمزوری وی – ډير زر په هر چا اعتماد کوی ـ او کله چه په اصليت پوهه شی نو زړه ئي مات شی ـ او بيا د زړه ماتی د جوړولو د پاره شراب خانی ته راشی
شراب په زړه پرهر نه ږدی نور ئي زخمی کوی او دا زخم دومره غټ شی چه سړی د دين دنيا
نه اوزی او شرابو د نشی داسی غلام شی چه خپل مال دولت، پيسه ټکه، کور بار، بال بچ، عزت او صحت ، هر څه دی غلامئ کښي او بيلی ـ او بيا يوه ورځ د سړک په غاړه لا وارثه مړ پروت وی ـ که يقين دِ نه رازی نو د ډاؤن ټاؤن خواؤ شا آبادی ته لاړ شه نو هلته بلا ژوندی مړی به په ګرزيدو او غورزيدو او وينی ”
“ ما ليدلی دی ”
او ماته هغه وخت راياد شو چه اول ځل د ټورانټو په اير پورټ د جهاز نه کوز شوم او ډاؤن ټاؤن کښي يو دوه ورځی په يو هوټل کښي ايسار شوم ـ پوخ اوسيدو له راغلی ؤم په هوټل کښي خو نه شوم پاتی کيدلی ـ هيڅوک اشنا مي نه وه چه راسره ئي په ځائی کتلو کښي مدد کړی وی ـ نو پخپله يوازی د ځائی په لټون او وتلم ـ د ډاؤن ټاؤن سره خوا کښي آبادئ ته لاړم او هلته مي خلک اوليدو نو ډير مايوسه شوم ـ ځما خيا ل ؤو چه د کينيډا خلک به ښکلی او صحت مند وی په تصويرونو کښي چه کوم خلک مي ليدلی وه دا خو هغه نه دی ـ د کينيډی سفارت خانی راسه جوړ دوکه اوکړه ـ ښکلی، صحت مند او خوشحاله خلکو تصويرونه ئی راته اوخو ول او دلته د مړو ملک ته ئي راوليږلو ـ دا مړی څه چه ډير بد شکله خلک دی ـ زړه کښي مي ځان سره اوی چه تښته د دی ملک نه ـ د اوسيدو ځائی نه دی- د جهاز واپسی ټکټ اخلم او د دی مړو د ملک نه سمدستی اوزم ـ هوټل ته واپس لاړم او هغه بابو چه په کاؤنټر باندی ولاړ وه هغه نه مي تپوس اوکړو چه ته د کوم وطن نه راغلی ئی ـ ته خو سم انسان ښکاری او دا د کنيډی خلک! د
خدائ په امان! دا خو خالص شادوګان دی ـ نو هغه ځما په خبره پوری اوخندل ـ وی ئی
“ ته د بمانو علاقی ته لاړی ”ـ
ما ورته اوی“ بمان څه مطلب ؟ ”
“شرابيان ـ ګورنمنټ ورله د ويلفير پيسی ورکوی او څه وخت چه چيک واخلی نيغ پب ته زی او په يو ورځ کښي د ټولی مياشتی خرچه اوسکی ” ـ که اوسيدو ځائی ګوری نو په دغه ډډه بيا لاړ نشی ـ


مسز جيمز راته اوی“ اوشوه ! تا سو د بمانو سره ليده کاته کړی دی – داسی ژوند له دلته راغلی ئي ؟ ”ـ
“توبه اوباسه! ”
“ نو څنګه يو جام درله راؤغواړم ـ سکی ؟ ” هغی په خندا اوی
“ که ځان له ئی راغواړی نو راؤغواړه ”
“ ځه د دی شراب خانی د ټولو نه کاميابه منيجره يم ـ او ځما د کاميابئ راز دا دی ، چه ما په خپل ژوند کښي چری نه دی سکلی ”
“ دا خو دِ ډيره عجيبه خبره اوکړه ”
“ که ستاسو ياد وی ما ستاسو نه د شرابو باره کښي د رائی تپوس کړی وه ـ او تاسو ماته څه جواب راکړی وه ؟ ”
“ څه جواب مي درکړی وه ؟ ”
“ تاسو وئيل چه ‘ ګوره بی بی ځه مسلمان يم ـ شراب سکل خو يو خوا ، د شراب خانی په خوا تيريدل راته هم ګناه ښکاری ’ ـ ستا دغی جواب، ځما په نظر کښي ، ستاسو عزت دومره زيات او
ا وچت کړو چه زړه راته وی کاش! ته ځمونږ پوپ وی ”
“ پوپ ؟ ”
“ ځه رومن کيتولک يم او پوپ ځمونږ د پاره د خدائ نه پس د ټولو نه اوچته هستی ده ـ ته مسلمان ئي او دَ مسلمان د پاره شراب سکل منع دی تر دی چي د شراب خانی کتل ورته ګنا ښکاری ـ دا اسلام څومره ښکلی مذهب دی ـ او ستا دی مسلمان
دوستانو د سکلو شوق کول څومره سپکه او د شرم خبره ده او تا خو يو ګناه اوکړو چه شراب خانی ته راننوتی ـ که توبه اوباسی نو خدائ به درله دا ګناه معاف کړی – او که د خپل دين عزت دِ اوساتلو او مخکښي دِ بل قدم وانخستلو نو د دی جزا به درله دومره درکړی چه په حساب به ئ ته پوهه نشی ـ نوره ستا خوښه ده ”
ما چه سترګی اوچتی کړی او دهغی سترګو او بيا تندی ته مي اوکتل نو دَ ميخانی د دی ساقی په تندی چه مي د اسلام کومه ځلا اوليدله هغه ځلا مي دِ اسلامي ملکونو په زمکه، په جماتونو، دَ عالِمانو په مخ، او د مسلمانانو په محفل کښي چرته نه وه ليدلی ـ
او چه يو مياشت پس کرسمس راغی نو ما د محمد پِکتال د قرآن ترجمه او د امام غزالی د انګريزئ ترجمه نه The Alchemy of Happiness
يو ښائسته ښکلی ريپنګ کاغذ چا پيره کړلو اودَ مسز جيمز نوم مي په اوليکلو او هغی شراب خانی له روان شوم چرته چي هغی کار کَولوـ يو ځل مي خيال کښي دا خبره راغله چه قرآن شراب خانی ته وړل؟ سر له مي يو څنډ ورکړو چه “ خدائ په خپل کارونو ښه پوهيږی ”
او پب ته ننوتم او د مسز جيمز آفس ته لاړم هغه موجود نه وه په ميز مي ورته د تحفی بنډ ل کيښود- او را واپس شوم ـ
د کرسمس نه دوه ورځ مخکښي دَ جسټس وزير يو خط راغی په هغی کښي ئي د ليګل ايډ وائيزرمستقل پوسټ پيشکش وه ـ ډيره اوچته تنخواه وه او بلا د نورو فائدو ذکر وه پکښي ـ ما د الله د ډډی لوئی نعمت اوګنړلو ـ کور مو صلاح اوکړه او په جنورئ کښي مونږ آټاوا ته کډه اوکړه ـ هلته واؤری او ساړه ډير وؤ خو مزی هم ډيری وی ـ بلا کاله مو هلته تير کړل چه ريټا ئر شوم نو بچوواپس ټورانټو ته دَ راتلو ضد اوکړو ـ هغوئي ټول دلته مخکښي نه سيټ شوی وؤ ـ ټول په خپل خپل کور وؤ او له خيره خدائ ورله په کاروبار کښي ډير برکت اچولی وه ـ هغو ته مي نزدی د ښار نارت ايسټ کښي په يو ښکلی بلډنګ کښي ځان ته يو ښه ارت فليټ واخستلو ـ
دَ يو کلو ميټر نه کمه فاصله باندی يو ډير ښکلی او لوئی جما ت جوړ شوی دی ـ دا جمات دَ ګيانا نه راغلی مسلمانانو جوړ کړی دی ـ دا خلک ډير ښه سوچه مسلمانان دی ـ دوئي کښي د پاکستاني مسلمانانو پشان مذهبی تعصب او فرقه پرستی نشته ـ او د پيسو معامله کښي د لوئی زړه خلک دی ـ جمات له ئ يو اته ايکړه زمکه په ښه وخت کښي اخستی وه ـ دَ ګاډو پارکنګ ئ هم په دوه ايکړو کښي دی ـ چه دلته د بل يو جمات سره دومره لوئی ځائی نشته ـ او د جمات بلډنګ ساده خو دومر لوئی دی چه په هره جمعه پکښي دوه نيم زره مانزيان په آسانه ځا ئيږی ـ او په اختر خو د پنځه زرو نه زيات خلک مانزه له جمع کيږی ـ او ملان ئي هم ځمونږ د ملايانو پشان نه دی ـ د دين او د نيا دواړه علمو ډيره ښه پوهه لری ـ او د جمعی خطبی ئ د تشی د جنت دوزخ د خبرو نه ډکی نه وی ـ اوسنی وخت ، او حالاتو سره ښه سمی لری ـ او دَ ځلمی کول دَ تربيت دَ پاره ډير ښه پروګرامونه کوی دی جمعی له چه مونږ ښځه خاوند جمات ته اورسيدو نو د ټولو نه شاته صف کښي مي ځائی بيا موندلو او خطبه په ختميد و وه ـ بيا ملا صيب اعلان اوکړو چه دَ کنيډ ی يو خاندان اسلام راؤړو له دلته موجود دی او کلمه به وائي ـ تر هغی تاسو ټول ناست اوسئي ـ او بيا د خطيب مخی ته دا خاندان راغی او اودريدلوـ دی کښي څلور زنانه وی دوه نارينه او دوه ماشومان وؤ چه يو ماشوم د شپږو او بل د څلورو کا لو وه ـ د ټولو خطيب ته مخه وه او مونږ ته شا وه ـ خطيب ورته ډيره په قلاره قلاره کلمه اوی او بيا ئ ورله امبارکی ورکړه – خطيب بيا اعلان اوکړو چه د ا نه صرف د دی جما ت بلکه د ټول ټورانټو ښا ربلکه ممکن ده چه ټولی کينيډا په تاريخ کښي ړومبئ واقعه ده چه د يو خاندان اته کسانو په يو وخت په جمع اسلام قبول کړو ـ او په جواب کښي د الله اکبر داسی نعره اوچته شوه چه دَ جمات بلډنګ په اوخوزيد ـ د مانزه نه پس نارينه او زنانه د دی خاندان نه چاپيره شول هر چا ورته امبارکی ورکوله ، نارينه د نارينؤ نه غاړه وتل او زنانه د زنانؤ نه غاړه وتل ـ ځه په شاته صف کښي وم ـ ما وی چه څوک به تشی امبارکئ د پاره په انتظار ولاړ وی ـ نو بهر را اوتم لږ ساعت پس راپسی ټبر راغله او وئيل ئ
“ په تا څه تا دی ده ـ لږ صبر اوکړه چه ګنړه خوره شی نو مونږ به هم دی خوش نصيب خاندان له امبارکی ورکړو ”ـ
ډير ساعت پس چه ګنړه لږه شوه نو مونږ دواړه د ميمبر خوا له لاړو ـ دَ دواړو نارينؤ سره مي لاس ملاؤ کړه امبارکی مي ورته ورکړه ـ هغه مشره زنانه ځما دَ ټبر سره ولاړه وه ـ ځه ورته هم نزدی شوم چه امبارکی ورکړم ـ چه مي سترګی په پريوتی نو خله مي وازه پاتی شوه ـ د هغی آواز مي تر غوږو شو“ تاسو دلته سر! ”
“دا ته ئی مسز جيمز! ” ځما د خلی په حيران تيا اوختل ـ چه مي او پيژندله دا خو د ميخانی هغه منيجره وه ـ
او چه دَ حيران تيا نه لږ په هوش کښي راغلم نو دَ هغی خبری مي په غوږو شوی ـ
“ دا دواړه ځما ځامن دی ـ مشر چارټرډ اکاؤټنټ دی ـ او کشر په ائر کنيډا کښي وائس پريذ يډ نټ دی ـ دا دواړه ځما انګيندی دی ـ دا ماشومان ځما نمسی دی ـ او دا ځما کشره لور ده او په يو لا فرم کښي وکيله ده ـ دا ټول ځما خاندان دی ـ او دا ټول برکت د کرسمس دَ هغی تحفی دی کومه چه تاسو ځما په ميز پر يښی وه ”


او ما چه د اسلام کومه ځلا د هغی په تندی په ميخانی کښي ليد لی وه ـ نن هغه رڼا په ټول جمات کښي هر خوا ته په ځلا وه ـ


********