کور / تازه خبرونه / طالبان : پر ملي امنيت او امريکاسفارت بريد موږ طرحه کړئ و

طالبان : پر ملي امنيت او امريکاسفارت بريد موږ طرحه کړئ و

طالبانو د ناټو او کورنيو چارو وزارت هغه ادعاګاني رد کړې چي ويل يې د سې شنبې د ورځي پر امريکا سفارت ملي امنيت رياست او يوشمېر نورو دولتي تاسيساتو د بريدونو په تړاو يې دوه کسان نيولي او کورنيو چارو وزارت ويلي وه چي دا بريدونه په پاکستان کي طرحه سوي و .


دطالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وايي دا بريدونه يې د کور دننه دبهرنيانو او افغان دولت د هغو ادعاوو په ځواب کي طرحه او عملي کړل چې ويل يې طالبان پس له لسو کالونو جګړې نه کمزوري شوي او موږ پرې غالب يو.


طالبانو دغه ډول خبردارئ ورکړئ دی چي که يې ددوی په وينا جهادي مبارزه همداسې دشريعت داصولو مطابق روانه وه  کله به هم  وحشي يرغلګر زموږ په ګران هيواد کې دآرام ساه وانخلي .


تر دې مخکي د کورنيو چارو وزارت ويلي وو چي له پلټنو يې مالومه کړې چي بريد کوونکو له خپلو ټيلفونونو د پاکستاني ټيلفون شمېرو سره اړيکي نيولي وې .چي دا خبره هم د طالبانو لخوا په دې اړه خپره سوې اعلاميه کي رد سوې ده .