هلمند:په ګرمسېر کي ښوونځی ته نوې ودانئ جوړه سوه
د گرمسيرولسوالۍ په لكي سيمه كې يوې ښوونځۍ ته نوې ودانۍ جوړه سوه ، ددغي ودانۍ د پرانيستې پرمهال د گرمسيرولسوال محمد فهيم گربتي وويل چې د دوى هڅې دادي چې ددې ولسوالى په ټولوهغه سيموكې چې ښوونځي ودانى نه لري ودانى جوړې اوددې ترڅنگ به ورته د مسلكي ښوونكواودرسي توكوپه برابرولوكې هم كوټلي گامونه پورته كړي.
دغه ليسه څلوردرسي خونې،يوه اداري اويوه تحويل خانه لري چې په گرمسيرولسوالى كې د ميشتوايساف ځواكونولخوا په پاخه اواساسي ډول جوړشوي دي.