کور / تازه خبرونه / یو خارجی عسکر ووژل سو

یو خارجی عسکر ووژل سو

ناټو لیکی چی پرون د هېواد په جنوب کی یو بهرنی پوځي وویشتل سو چی وروسته مړ سو .
بلخوا ، پنتاګون خبر ورکوی چی وړمه ورځ او درې ورځی مخکی چی د کومو دوو بهرنیو پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکول سوی و ، هغوی دواړه امریکایان وو چی یو په کندهار کی او بل په پروان کی له منځه تللي دي .
په دې سره د سپټمبر په ۲۰ ورځو کی د خارجی عسکرو تلفات ۳۰ ته ورسېدل چی ۲۰ یې امریکایان بلل سوي دي .